د کندهار دوو ولسوالیو کې لسګونه بېوزله کورنیو ته د شاتو مچیو روزنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۴۱
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف. اې. او» په مالي ملاتړ او د بشري سرچینو پراختیا ادارې «ایچ. آر. ډي. ای» په تخنیکي همکارۍ د کندهار نېش او میانشین ولسوالیو ۱۵ بې وزله او اړمنو کورنیو ته د شاتو مچیو روزنې توکي ووېشل شول.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف. اې. او» په مالي ملاتړ او د بشري سرچینو پراختیا ادارې «ایچ. آر. ډي. ای» په تخنیکي همکارۍ د کندهار نېش او میانشین ولسوالیو ۱۵ بې وزله او اړمنو کورنیو ته د شاتو مچیو روزنې توکي ووېشل شول.
په دې مرسته کې اته کورنۍ د نېش او اووه کورنۍ د میانشین ولسوالۍ شاملې دي، چې هرې کورنۍ ته د شاتو مچیو د روزنې لپاره ۱۲ فریمونه، ۲ خالي فریمونه د تکثیر لپاره، رمبې، د مچیو ساتنې ځانګړې جامې، بوټونه، دست کشې، برش، د ملکې مچۍ نیولو بکس، د جذب لپاره ځانګړې غوړي، د تغذیې مواد، د نویو فریمونو یا ځالو جوړولو لپاره سیم، د ملکې پېژندلو مارکر، د عسل ایستلو لپاره ماشین، د مچیو د پاکټ ضد درمل (سلفر)، تغذیه کوونکی (فیډر) او د عسلو ازمېښتي ټیسټر ورکړل شوي دي.
سربېره پر دې، د یادو کورنیو غړو ته د دوو میاشتو لپاره د شاتو مچیو روزنې او ساتنې مسلکي روزنه هم ورکړل شوې، ترڅو دوی وکولای شي له دې مرستې ستره ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده، چې وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ او د«ایچ. آر. ډي. ای» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نېش او میانشین ولسوالیو لسګونو اړمنو کورنیو ته د بڼ جوړونې وسایل، تخمونه، چرګان او نور اړین توکي وېشل شوې وه.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

کمپاین واکسیناسیون در برابر بیماری بروسلوز در پکتیکا آغاز می‌شود

۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
کمپاین واکسیناسیون در برابر بیماری بروسلوز، با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا و حمایت مالی سازمان جهانی غذا (WFP)، در مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت فراه سفر کرد

۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در رأس یک هیئت به ولایت فراه سفر کرده و با مسئولان محلی و کارمندان ریاست زراعت این ولایت دیدار و گفت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۲۲
Background image

نظارت از آنتن‌های مخابراتی فعال در ولایت پنجشیر انجام شد

۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک هیئت از بخش‌های مختلف ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر، به‌منظور بررسی و نظارت از آنتن‌های مخابراتی فعال در ساحات مختلف این ولایت، از زمین‌های امارتی تحت. . .

بازگشت به خبرها