هلمند کې ۶۵ بېوزلو کورنیو ته د شیدو وزې وېشل کېږي  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱
هلمند کې ۶۵ بېوزلو کورنیو ته د شیدو وزې وېشل کېږي  

۲۷ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په مالي ملاتړ د ناوې، مارجې او ګرمسیر ولسوالیو پر ۶۵ بېوزلو کورنیو د شیدو وزې او د څارویو خوراکه وېشي.  
د مالدارۍ او د څارویو روغتیا آمر، حافظ هدایت الله "هدایت"، له هغو وزو لیدنه او ارزونه وکړه، چې په راتلونکي کې به مستحقو کورنیو ته ووېشل شي. ښاغلي هدایت د لیدنې پر مهال سپارښتنه وکړه، چې دغه وزې باید د ۱۵ ورځو لپاره کرنتین شي ترڅو د ناروغیو او روغتیا په اړه یې ډاډ ترلاسه شي.  
د یادو کورنیو د ټاکلو او وېش چارې د ګډو کمېټو لخوا په روڼ او شفاف ډول ترسره کېږي، ترڅو مرسته یوازې مستحقو او اړمنو کورنیو ته ورسیږي.  
دا اقدام د بېوزلو کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا او د هغوی لپاره د دوامداره عاید رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS