د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې د کرنیزې پرمختیا صندوق پرانیست‌غونډه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۹:۵۹
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې د کرنیزې پرمختیا صندوق پرانیست‌غونډه وشوه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین وایي، د کرنیز سکتور د پیاوړتیا او بزګرانو د مالي ملاتړ په موخه تېره ورځ د دغه شرکت د غونډو په تالار کې د کرنیزې پرمختیا صندوق اې ډي ایف پرانیست غونډه وشوه.  
په غونډه کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مشرتابه، د فارمونو امرینو، د کرنې مدیرانو، قراردادي شرکتونو استازواو مخورو ګډون کړی و.  
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت عمومي رئیس، سید محمد نعیم "محمدي"، د صندوق پرانیست غونډې ته په وینا کې وویل چې په هېواد کې د جګړو او ستونزو له امله د کرنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، خو اوس غوره فرصت رامنځته شوی دی چې باید ترې په کرنیز سکتور کې ګټه واخیستل شي.  
د یاد صندوق له لارې به د اسلامي مالي چوپړتیاوو له مخې بزګرانو او قراردادي شرکتونو ته پورونه ورکړل شي، ترڅو د اړتیا وړ کرنیز توکي او ماشینونه ترلاسه کړي. ښاغلي محمدي زیاته کړه چې د کرنې د پرمختیا صندوق موخې د کروندګرو، بڼوالو او بزګرانو لپاره ګټورې دي او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د اسلامي مالي چوپړتیاوو په وړاندې کولو کې لا زیاته اغېزمنتیا رامنځته کړي.  
د کرنیزو شرکتونو په استازولۍ حاجي اسلام الدین وویل چې د کرنیزې پرمختیا صندوق وړاندې یو شمېر سخت شرایط لرل چې له امله یې ډېری شرکتونو ګټه نه شوه ترې اخیستلای، خو اوس د صندوق شرایط راکم شوي دي. هغه ژمنه وکړه چې د توافقاتو پر بنسټ به له صندوق سره همکاري وکړي.  
د کرنیزې پرمختیا صندوق د ختیځ زون مسؤل، ګل حبیب "همت"، په وینا کې وویل چې دغه صندوق یوه دولتي او غیر بانکي اداره ده چې د عالي شورا په مشرۍ خپلې چارې ترسره کوي. نوموړي زیاته کړه چې د کرنیزو اسانتیاوو برابرول، د اقتصادي پرمختګ لپاره کار کول او د کرنیزې سوداګرۍ او بزګرانو مالي ملاتړ د دې صندوق اساسي موخې دي.  
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د ارشاد او دعوت لوی مدیر مولوي روح الله "روحاني" د اسلامي شریعت له نظره د بیع مرابحه په تړاو ګډونوالو ته تفصیلي معلومات ورکړل.  
ګډونوالو باور درلود چې د کرنیزې پرمختیا صندوق د فعالیت له پیل سره به د کروندګرو او کرنیزو شرکتونو ستونزې تر یو حده حل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS