د میدان وردګ ولایت په اول خېلو کلي کې د یوې سړې خونې څخه لیدنه وشوه  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۱:۴۶
د میدان وردګ ولایت په اول خېلو کلي کې د یوې سړې خونې څخه لیدنه وشوه  

د میدان وردګ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس او ورسره مل پلاوي د میدان ښار د اول خېلو کلي کې د سړې خونې څخه لیدنه وکړه. 
یاده سړه خونه، چې د "احمدي او مشتاق کروخي" په نامه مشهوره ده، د ۵۰۰ ټنه مڼو د ساتلو ظرفیت لري. د مسؤل کس په وینا، په دې سړه خونه کې زیاتې بیروتۍ، مارلینګ، او سپینې مڼې ځای په ځای شوې دي.  
د لیدنې پر مهال څرګنده شوه، چې ټول ماشینونه فعال او په ښه حالت کې کنټرول شوي دي. د مسؤلینو په وینا، په دې سړه خونه کې مڼې تر اوږدې مودې پورې تازه او سالمې ساتل کېږي.  
د میدان وردګ ولایت د مڼو د تولید له پلوه ځانګړی ځای لري. د داسې سړو خونو جوړېدل د دې مېوو د تازه ساتلو ترڅنګ، د کروندګرو لپاره اقتصادي ګټې او د مارکېټ اړتیاوې پوره کولو کې مرسته کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS