د میدان وردګ ولایت په اول خېلو کلي کې د یوې سړې خونې څخه لیدنه وشوه  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۱:۴۶
د میدان وردګ ولایت په اول خېلو کلي کې د یوې سړې خونې څخه لیدنه وشوه  

د میدان وردګ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس او ورسره مل پلاوي د میدان ښار د اول خېلو کلي کې د سړې خونې څخه لیدنه وکړه. 
یاده سړه خونه، چې د "احمدي او مشتاق کروخي" په نامه مشهوره ده، د ۵۰۰ ټنه مڼو د ساتلو ظرفیت لري. د مسؤل کس په وینا، په دې سړه خونه کې زیاتې بیروتۍ، مارلینګ، او سپینې مڼې ځای په ځای شوې دي.  
د لیدنې پر مهال څرګنده شوه، چې ټول ماشینونه فعال او په ښه حالت کې کنټرول شوي دي. د مسؤلینو په وینا، په دې سړه خونه کې مڼې تر اوږدې مودې پورې تازه او سالمې ساتل کېږي.  
د میدان وردګ ولایت د مڼو د تولید له پلوه ځانګړی ځای لري. د داسې سړو خونو جوړېدل د دې مېوو د تازه ساتلو ترڅنګ، د کروندګرو لپاره اقتصادي ګټې او د مارکېټ اړتیاوې پوره کولو کې مرسته کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۰:۲۸
Background image

د کندهار شپږو ولسوالیو کې د ۳۵ بابه شنوخونو رغنیزې چارې پیل شوې

۱۹ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندې، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت پراختیایي بودیجې له لارې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۰:۲۷
Background image

د کندهار نوروزي فارم کې د ۷.۷ میلیونه افغانیو په لګښت کرکیلې ته د ځمکې د اماده کولو چارې پیل شوې

۱۹ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په ځانګړې لارښونه او پراختیایي بودیجه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۰:۴
Background image

د هلمند ګرمسېر کې سلګونه بزګران روزل کېږي

۱۹ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، ددې ولایت ګرمسېر ولسوالی کې سلګونه بزګرانو ته د غنمو ښې کرنې او روزنې په اړه زده. . .

بازگشت