د هلمند بولان څېړنیز فارم کې په ګڼو نباتاتو څېړنې روانې دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۱:۶
د هلمند بولان څېړنیز فارم کې په ګڼو نباتاتو څېړنې روانې دي

۲۴ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیریت مسلکي کارکوونکو لخوا د بولان څېړنیز فارم کي د مورنيو او هستوي تخمونو او تجاربو باندې څیړنې روانې دي.
په یادو څېړنو کې دغنمو او وربشو۱۲ سیټه ملي او نړۍوالې تجربې په دریو بخشونو ګی  (داصلاح ، اګرانومي او ناروغیو)  کرنه ترسره او د جرمنشین نتایج یی راټول شول او ترڅنګ یې د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو نیالګي هم روزل کېږي.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې دغنمو ترڅنګ د نخودو  ۱۵ ډوله، د  شړشم څلور ډوله، د غرو درې ډوله، د کشنیزو درې ډوله او د پیازو په دوه ډوله ورایټیو هم څېړنې روانې دي. 
د هلمند دکرنې ریاست په پام کې لري، چې په هلمند کي د بېلابېلو نباتاتو، حبوباتو، سبو او مېوو د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کي د خپلو مسلکي کارمندانو په مټ کار وکړي تر څو له مخي یې د ځمکوالو حاصلات لوړ او د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.
د یادولو وړ ده چې دا مهال د بولان څیړنیز فارم کې دغه تجربې د مسلکي کارکوونکو لخوا تر څېړنو لاندې دي، چې پر وخت به یې ټولې چارې تر سره شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS