لغمان کې د دوو کانالونو او یوه سربند رغنیزې چارې پيل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۴۱
لغمان کې د دوو کانالونو او یوه سربند رغنیزې چارې پيل شوې

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د دوو کانالونو او د دغه ولایت په قرغیو ولسوالی کې د یوه سربند رغنیزې چارې پيل شوې دي.
ددې پروژې په پرانیست غونډه کې د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني، دکرنې رییس مولوي عبدالستارمحمد، داقتصاد رییس مولوي جان محمد حامد، د اکشن ایډ مؤسسې دسي.بارډال پروژې ولایتي مسؤل ګل ویس وزیر او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود. 
د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني وویل: «لغمان کې د امارت او مؤسسو په هڅو پر بېلابېلو پروژو اساسي کارونه روان دي. ددې ولایت پراختیایي برخې ته ډېره پاملرنه شوې او موږ د خلکو د هوساینې لپاره په اساسي او ټولګټو پروژو کار کوو.»
د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې دغه کانالونه او سربند د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پرواګرام په مالي او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د سیمې کروندګرو ته به ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه دوه کانالونه د مهترلام ښار په اباخېلو او کمال پور سیمو کې او یو سربند د قرغیو ولسوالی په تومان سیمه کې جوړېږي، چې د رغونې چارې به یې په راتلونکو دوه میاشتو کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو کانالونو او سربند په جوړېدو سره به د سیمې ۲۲زره جریبه ځمکه خړوبه شي او سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
بل لور ته د سیمې خلکو بیا د کرنې او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې دا ډول پروژې ډېرې ګټورې وبللې هغوی له ولایتي ادارې او اړوند ریاستونو څخه مننه وکړه، چې ددوی لپاره داسې بنیادي پروژې پلي کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS