هېواد په کچه د شمالي ولايتونو د څړځايونو د سروې او تشخیص په موخه کارکوونکو ته روزنيز سمینار دایر شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۸
هېواد په کچه د شمالي ولايتونو د څړځايونو د سروې او تشخیص په موخه کارکوونکو ته روزنيز سمینار دایر شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست په عمومي تالار کې د شمالي ولايتونو د څړځايونو د سروې او تشخیص په موخه روزنيز سمینار د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رئیس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ جوړ شو.
په دغه سمینار کې، د ځمکو چارو لوی رئیس مولوي محمود مظلوم، د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدو رئیس مولوي حضرت محمد طیب، د اراضۍ ادارې د تخنیکي او حقوقي څانګې سلاکاران او د کرنې وزارت د طبعي سرچینو، اراضۍ لوی ریاست د کدستر او د ځمکو بانک، او د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچيانو چارو د همغږۍ څانګې کارکوونکي ګډون درلود.
په پیل کې مولوي محمود مظلوم د سمینار ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل: "دغه سمینار د هغو کارکوونکو لپاره جوړ شوی چې د هېواد شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې او تشخیص په موخه استول کېږي."
نوموړي زیاته کړه چې د څړځایونو سروې او تشخیص پروسه په فاریاب ولایت کې په بشپړه توګه پای ته رسېدلې او اوس به دغه پروسه په بلخ او جوزجان ولایتونو کې تطبیق شي.
مولوي مظلوم کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې د سمینار څخه په بشپړ ډول ګټه پورته کړي او په خپلو مسؤلیتونو کې له پوره اخلاص او صداقت څخه کار واخلي. هغه همدارنګه له کارکوونکو وغوښتل چې د مسؤلينو اطاعت وکړي ترڅو هم د بیت المال او هم د خلکو حقوق ضایع نشي.
ورپسې د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدو رئیس مولوي حضرت محمد طیب هم د پروګرام په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: "دغه پروسه لومړی ځل په فاریاب ولایت کې تطبیق شوه، چې یو څه ستونزمنه وه، خو ان‌شاءالله چې په نورو ولایتونو کې به په ښه توګه او پرته له کومې ستونزې ترسره شي."
نوموړي زیاته کړه چې اوس په هېواد کې امنیت تأمین شوی دی، نو باید له خپل مسلک څخه د هېواد د بیا رغونې په برخه کې استفاده وکړو او زیار وباسو تر څو د خلکو حقوق تر پښو لاندې نشي.
په پای کې د کارکوونکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او د سمینار لومړۍ ورځ پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS