هېواد په کچه د شمالي ولايتونو د څړځايونو د سروې او تشخیص په موخه کارکوونکو ته روزنيز سمینار دایر شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۸
هېواد په کچه د شمالي ولايتونو د څړځايونو د سروې او تشخیص په موخه کارکوونکو ته روزنيز سمینار دایر شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست په عمومي تالار کې د شمالي ولايتونو د څړځايونو د سروې او تشخیص په موخه روزنيز سمینار د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رئیس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ جوړ شو.
په دغه سمینار کې، د ځمکو چارو لوی رئیس مولوي محمود مظلوم، د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدو رئیس مولوي حضرت محمد طیب، د اراضۍ ادارې د تخنیکي او حقوقي څانګې سلاکاران او د کرنې وزارت د طبعي سرچینو، اراضۍ لوی ریاست د کدستر او د ځمکو بانک، او د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچيانو چارو د همغږۍ څانګې کارکوونکي ګډون درلود.
په پیل کې مولوي محمود مظلوم د سمینار ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل: "دغه سمینار د هغو کارکوونکو لپاره جوړ شوی چې د هېواد شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې او تشخیص په موخه استول کېږي."
نوموړي زیاته کړه چې د څړځایونو سروې او تشخیص پروسه په فاریاب ولایت کې په بشپړه توګه پای ته رسېدلې او اوس به دغه پروسه په بلخ او جوزجان ولایتونو کې تطبیق شي.
مولوي مظلوم کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې د سمینار څخه په بشپړ ډول ګټه پورته کړي او په خپلو مسؤلیتونو کې له پوره اخلاص او صداقت څخه کار واخلي. هغه همدارنګه له کارکوونکو وغوښتل چې د مسؤلينو اطاعت وکړي ترڅو هم د بیت المال او هم د خلکو حقوق ضایع نشي.
ورپسې د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدو رئیس مولوي حضرت محمد طیب هم د پروګرام په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: "دغه پروسه لومړی ځل په فاریاب ولایت کې تطبیق شوه، چې یو څه ستونزمنه وه، خو ان‌شاءالله چې په نورو ولایتونو کې به په ښه توګه او پرته له کومې ستونزې ترسره شي."
نوموړي زیاته کړه چې اوس په هېواد کې امنیت تأمین شوی دی، نو باید له خپل مسلک څخه د هېواد د بیا رغونې په برخه کې استفاده وکړو او زیار وباسو تر څو د خلکو حقوق تر پښو لاندې نشي.
په پای کې د کارکوونکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او د سمینار لومړۍ ورځ پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۳:۱۰
Background image

د خوست قلندر کې لسګونه مالداران او بزګران روزل کېږي

۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په همکارۍ ددې ولایت د قلندر ولسوالی ۱۰۵ مالدارانو ته د مالدارۍ اړوند په بېلابېلو برخو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۳:۸
Background image

ننګرهار کې څه باندې ۲۱ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۳:۶
Background image

لغمان کې پر ۸۴۸ بڼوالو د حاصلاتو راټولولو اړین توکي وېشل شوي

۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې دغه ولایت کې پر ۸۴۸ بڼوالو د حاصلاتو د راټولولو اړوند اړین توکي وېشل شوې دي.
ددې. . .

بازگشت