خوست کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۳:۷
خوست کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څار لاندې ددې ولایت د ګربز، تڼیو او اسماعیل خېلو ولسوالیو پر زرګونو بزګرانو د«ان،اې،سي» مووسسې په همکارۍ د اصلاح شويو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه.
ددې مرستې په ترڅ کې د تڼیو ولسوالی پر۳۴۲، د ځاځي میدان ولسوالی پر ۳۰۰  او د اسماعیل خېلو ولسوالی پر ۱۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي، او په پاتې نورو ولسوالیو کې به هم پر مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
د دې وېش موخه د بزګرانو د حاصلاتو لوړوالی او کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا ده. چارواکي وايي چې د اصلاح شويو تخمونو وېش به د بزګرانو په اقتصادي وضعیت کې ښه والی راولي او د حاصلاتو کیفیت به لوړ کړي. 
د «ان،اې،سي» مووسسه، چې د کرنیزو پروژو په برخه کې کار کوي، په دې سیمه کې له کروندګرو سره د همکارۍ لپاره ژمنه ده او د یادو مرستو د دوام یادونه کوي

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۰
Background image

نمایشگاه بین‌المللی زراعت و مالداری افغانستان با شعار «از مزرعه تا بازار» افتتاح شد

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
نمایشگاه بین‌المللی زراعت و مالداری افغانستان تحت شعار «از مزرعه تا بازار» با حضور مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، شماری از اعضای کابینه و مسئولان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با رئیس و کارمندان ریاست زراعت بادغیس

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفرش به ولایت بادغیس با رئیس و کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت دیدار کرد.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

در ۱۶ ولایت کشور ۴۰۰ قطعه نمایشی شالی ایجاد و تطبیق شد

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست توسعه غله‌جات و نباتات صنعتی ریاست عمومی ترویج زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در چارچوب برنامه‌های انکشافی و ترویجی سال ۱۴۰۵، ۴۰۰ قطعه نمایشی شالی را در ۱۶. . .

بازگشت به خبرها