خوست کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه
۹ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څار لاندې ددې ولایت د ګربز، تڼیو او اسماعیل خېلو ولسوالیو پر زرګونو بزګرانو د«ان،اې،سي» مووسسې په همکارۍ د اصلاح شويو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه.
ددې مرستې په ترڅ کې د تڼیو ولسوالی پر۳۴۲، د ځاځي میدان ولسوالی پر ۳۰۰ او د اسماعیل خېلو ولسوالی پر ۱۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي، او په پاتې نورو ولسوالیو کې به هم پر مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
د دې وېش موخه د بزګرانو د حاصلاتو لوړوالی او کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا ده. چارواکي وايي چې د اصلاح شويو تخمونو وېش به د بزګرانو په اقتصادي وضعیت کې ښه والی راولي او د حاصلاتو کیفیت به لوړ کړي.
د «ان،اې،سي» مووسسه، چې د کرنیزو پروژو په برخه کې کار کوي، په دې سیمه کې له کروندګرو سره د همکارۍ لپاره ژمنه ده او د یادو مرستو د دوام یادونه کوي