تورخم کې د خراب او بې کیفیته جوارو د وارداتو مخه ونیول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۰:۱۸
تورخم کې د خراب او بې کیفیته جوارو د وارداتو مخه ونیول شوه

۲ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکو د ګډ پلاوي په حضور کې د تورخم بندر له لارې واردیدونکي۱۶ ټنه خوسا او خراب جوار مسترد او بېرته پاکستان هېواد ته ولېږدول شوه.
یاد خراب جوار د شهزاده سټنډرډ فیډمیل له لورې راوړل شوی وه، چې د څارویو په دانه کې استعمال کړي خو خوشبختانه دکرنې ریاست مامورینو پر وخت اقدام وکړ او بېرته ور مسترد کړل.
دغه راز د انصاف کوثر شرکت ۱.۵ ټنه خوسا شوي سویابین هم د کرنې ریاست د تورخم قرنطین کارکوونکو له لورې تر خاورو لاندې شوه.
د ننګرهار د کرنې ریاست له ټولو سوداګرو څخه د ښو او باکیفیته محصولاتو د واردولو هېله لري؛ او که چیرته په راتلونکی کې هر شرکت بې کیفیته محصولات وارد کړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د تورخم بندر له لاري هره ورځ لسګونه موټره تازه مېوې، سابه، غلي دانې،  حیواني او نباتي درمل او ګڼ نور مواد صادر او واردېږي، چې په تورخم کې د کرنې ریاست د قرنطین  مدیریت تر څار لاندې هېواد ته داخلیږي او خراب محصول ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کېږي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

پاکسازی ۱۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از ملخ‌ها در بادغیس

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس از پاکسازی یک‌هزار و ۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از وجود ملخ‌ها در این ولایت خبر داد.
مسئولان می‌گویند پرسونل مسلکی مدیریت عمومی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ادویه‌پاشی برای کنترول آفات نباتی در شغنان بدخشان انجام شد

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از اجرای برنامه ادویه‌پاشی به‌منظور کنترول آفات نباتی در ولسوالی شغنان این ولایت خبر داد.
این برنامه از ۷ تا ۱۱ ثور در قریه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

توزیع تخم سبزیجات و کود کیمیاوی برای زنان زراعت‌پیشه در کاپیسا

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا برای  ۲۰۰ تن از زنان زراعت‌پیشه و سبزی‌کار در مرکز این ولایت، تخم سبزیجات و کود کیمیاوی توزیع کرد.
در این برنامه، برای ۲۰۰ تن. . .

بازگشت به خبرها