تورخم کې د خراب او بې کیفیته جوارو د وارداتو مخه ونیول شوه
۲ تله ۱۴۰۳ه.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکو د ګډ پلاوي په حضور کې د تورخم بندر له لارې واردیدونکي۱۶ ټنه خوسا او خراب جوار مسترد او بېرته پاکستان هېواد ته ولېږدول شوه.
یاد خراب جوار د شهزاده سټنډرډ فیډمیل له لورې راوړل شوی وه، چې د څارویو په دانه کې استعمال کړي خو خوشبختانه دکرنې ریاست مامورینو پر وخت اقدام وکړ او بېرته ور مسترد کړل.
دغه راز د انصاف کوثر شرکت ۱.۵ ټنه خوسا شوي سویابین هم د کرنې ریاست د تورخم قرنطین کارکوونکو له لورې تر خاورو لاندې شوه.
د ننګرهار د کرنې ریاست له ټولو سوداګرو څخه د ښو او باکیفیته محصولاتو د واردولو هېله لري؛ او که چیرته په راتلونکی کې هر شرکت بې کیفیته محصولات وارد کړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د تورخم بندر له لاري هره ورځ لسګونه موټره تازه مېوې، سابه، غلي دانې، حیواني او نباتي درمل او ګڼ نور مواد صادر او واردېږي، چې په تورخم کې د کرنې ریاست د قرنطین مدیریت تر څار لاندې هېواد ته داخلیږي او خراب محصول ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کېږي.