کندهار کې د نیالګیو روزنځایونو او سبو څخه څارنه او د مورنیو تخمونو نمونې واخیستل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
کندهار کې د نیالګیو روزنځایونو او سبو څخه څارنه او د مورنیو تخمونو نمونې واخیستل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د سوېل لوېدیځ زون د تخمونو تصدیق ورکولو امریت کارکوونکو لخوا، په کندهار ولایت کی د مورنیو  نیالګیو له روزنځایونو او سبو څخه څارنه ترسره او همدارنګه د غنمو اصلاح شویو تخمونو څخه یو شمېر نمونې واخستل ترڅو لابراتواري ازموینه ورباندې ترسره شي.
د څارنې او ارزونې په لړ کې د نیالګیو هغه مورني بڼونه چې د نورو ونو د اصلاح لپاره ورڅخه پیوند او قلمې اخیستل کېږي او همدارنګه د سبو، پنبې او بینډیو څخه د تخمونو د تولید په موخه ګټه اخیستل کېږي له نږدې ورڅخه لیدنې او کتنې ترسره شوې اړونده مسؤلو ځمکوالو ته یې په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
ددې ترڅنګ د احمدبریالی د اصلاح سویو تخمونو تولیدی شرکت د ٩٠ متریک ټنه تصدیقي غنمو څخه ٩ نمونې، د صحرایي لوی کندهار شرکت د ٢٠ ټنه بنیادي غنمو څخه ٢ نمونې او د همدې شرکت د ٨٠ ټنه تصدیقي غنمو څخه ٨ نمونې واخستل شوې.
دغه نمونې به د لابراتوار په وسیله وارزول شي، چې سالمو تخمونو ته به تصدیق ورکول کېږي او غیرې سالم تخمونه به رد شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها