د فرامینو، احکاماتو، هدایاتو تطبیق او نظارت مرستیال د ننګرهار دکرنې رییس سره دهمغږۍ ناسته ترسره کړه
۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۷ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د امیرالمومنین حفظه الله د فرامینو،احکاماتو او هدایاتو د تطبیق او نظارت مرستیال مولوي قیام الدین ثاقب سره د کارونو ښه والي، روڼتیا، ستونزو په نښه کولو او فرامینو د تطبیق په موخه دهمغږۍ ناسته ترسره کړه.
ښاغلي ثاقب وویل امیر المومنین حفظه الله د فرمانونو تطبیق په ټولو اداراتو کې باید په ښه شکل ترسره او دنه تطبیق په صورت کې علت وښودل شي.
نوموړي په ځینو ولسوالیو کې دخلکو د ځمکو په برخه کې ستونزې د کرنې رییس سره شریکې کړې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن فرامینو تطبیق مرستیال او ورسره مل پلاوي ته د هرراز همکارۍ ډاډ ورکړ.