د فرامینو، احکاماتو، هدایاتو تطبیق او نظارت مرستیال د ننګرهار دکرنې رییس سره دهمغږۍ ناسته ترسره کړه

mail-admin
Thu, Jul 04 2024 11:03 AM
د فرامینو، احکاماتو، هدایاتو تطبیق او نظارت مرستیال د ننګرهار دکرنې رییس سره دهمغږۍ ناسته ترسره کړه

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د امیرالمومنین حفظه الله د فرامینو،احکاماتو او هدایاتو د تطبیق او نظارت مرستیال مولوي قیام الدین ثاقب سره د کارونو ښه والي، روڼتیا، ستونزو په نښه کولو او فرامینو د تطبیق په موخه دهمغږۍ ناسته ترسره کړه.
ښاغلي ثاقب وویل امیر المومنین حفظه الله د فرمانونو تطبیق په ټولو اداراتو کې باید په ښه شکل ترسره او دنه تطبیق په صورت کې علت وښودل شي.
نوموړي په ځینو ولسوالیو کې دخلکو د ځمکو په برخه کې ستونزې د کرنې رییس سره شریکې کړې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن فرامینو  تطبیق مرستیال  او ورسره مل پلاوي ته د هرراز همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS