د خوست دکرنې رییس د شیخ زاید پوهنتون چارواکو سره وکتل
![د خوست دکرنې رییس د شیخ زاید پوهنتون چارواکو سره وکتل](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-04/whatsapp_image_2024-04-23_at_09.47.50_b0c74e5f.jpg)
۴ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۱۴ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد زمان عمري د شیخ زاید پوهنتون په استازیتوب د استاد زرولي صدیقي په مشرۍ، چې استاد رحمت ګل منګل او استاد خالد شاکر یې ملتیا کوله د همغږۍ ناسته وکړه.
ددې ناستې په ترڅ کې د پوهنتون او اړوندو ریاستونو ترمنځ د اړيکو، معلوماتو شریکولو، ګډو برخو کې کار او همغږۍ لپاره د هوکړه لیک لاسلیکولو په موخه خبرې اترې وشوې.
په یاده ناسته کې د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس یادو چارواکو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند او په ټولو برخو کې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.