د کندهار ارغستان کې د موسمي اوبو مدیریت په پار د چکډم جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۲:۴۴
د کندهار ارغستان کې د موسمي اوبو مدیریت په پار د چکډم جوړولو چارې پیل شوې

۲۴ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کندهار ولایت په ١٩ ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو او اوبو د مدیریت په موخه ١٩ چکډمونه جوړېږي.
ددغو چکډمونو د جوړولو په ترڅ کې د کندهار ولایت د ارغستان په ولسوالی کې د موسمي اوبو مدیریت په موخه د چکډم جوړولو چارې پیل شوي دي.
یاد چکډېم دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې جوړېږي، چې د زرکونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې د یوې میاشتې په ترڅ کې به یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
یاد چکډم به د اوبو د سطحې په لوړوالي کي ګټور تمام شي او تر ډېره حده به د یادې سیمې د اوبو ستونزه هواره او یوشمېر خلکو ته په کې دکار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS