پکتیا: د کار په مقابل کې د پیسو د وېش لړۍ پیل شوه
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په تخنیکي همکارۍ د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې له لارې پر ۹۱۴۵ کسانو د کار په مقابل کې د پیسو د ویش لړۍ کړی دی.
دپکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو مدیر د خوړو خوندیتوب بیړنۍ پروژی په اړه وايي، د یاد پروګرام موخه د کاري فرصتونو رامنځته کول او غذايي خونديتوب دی. نوموړي زياته کړه چې په څلورو ولسوالیو زرمت، مرکز ګردیز، احمد ابا او سیدکرم کې د ۹۱۴۵ کسانو چې د ترینچونه، چکدمونه، او کوچني سربندونو په جوړولو کې يې کارونه ترسره کړی ووعملآ دوی ته د کار په مقابل کې دغه پیسې ووېشل شول.
ورپسی د یادی پروژې مسئول وویل، چې د پروژې اساسي موخې دباراني اوبو مدیریت او دځمکې لاندې داوبو پیاوړتیا او کنترول دی. هغه زیاته کړه، چې هر کارګر ته به د کار په مقابل کې ۵ ډالره روزانه ورکول کېږي، چې ۲۰ ورځی کاري فرصتونه برابرې کړي په مقابل کې ۶۹۲۸ افغانۍ هرې کاریګر ته ورکول کېږي.