پکتیا: د کار په مقابل کې د پیسو د وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۲:۱۰
پکتیا: د کار په مقابل کې د پیسو د وېش لړۍ پیل شوه

د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په تخنیکي همکارۍ د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې له لارې  پر ۹۱۴۵ کسانو د کار په مقابل کې د پیسو د ویش لړۍ کړی دی.
دپکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو مدیر د خوړو خوندیتوب بیړنۍ پروژی په اړه وايي، د یاد پروګرام موخه د کاري فرصتونو رامنځته کول او غذايي خونديتوب دی. نوموړي زياته کړه چې په څلورو ولسوالیو زرمت، مرکز ګردیز، احمد ابا او سیدکرم کې د ۹۱۴۵  کسانو چې د ترینچونه، چکدمونه، او کوچني سربندونو په جوړولو کې يې کارونه ترسره کړی ووعملآ دوی ته د کار په مقابل کې دغه پیسې ووېشل شول.
ورپسی د یادی پروژې مسئول وویل، چې د پروژې اساسي موخې دباراني اوبو مدیریت او دځمکې لاندې داوبو پیاوړتیا او کنترول دی. هغه زیاته کړه، چې هر کارګر ته به د کار په مقابل کې ۵ ډالره روزانه ورکول کېږي، چې ۲۰ ورځی کاري فرصتونه برابرې کړي په مقابل کې ۶۹۲۸ افغانۍ هرې کاریګر ته ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت