د ننګرهار کانال شرکت: نږدې راتلونکې کې به د زیتونو اچار او تېلو پروسس پیل شي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۳:۱۳
د ننګرهار کانال شرکت: نږدې راتلونکې کې به د زیتونو اچار او تېلو پروسس پیل شي

۲۰ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چاراکي وایي، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې شرکت کې د زیتونو اچار او تېلو پروسس چارې پیل شي.
د شنوزيتونوڅخه اچارجوړونې پروسه هرکال د وږي له ۲۵ مه نېټې څخه وروسته پېلېږي او د تورو زیتونو څخه چې ترې زیتون تېل ترلاسه کېږي د لړم په میاشت کې پېلېږي.  
په همدې موخه د زیتونو فابرېکې امر مولوي اختر محمد هاشمي، د لابراتوار مدیراو فني کارکوونکي د شنوزيتونو تخمر، اچارجوړونې پروسي لپاره، د دوهم او څلورم فارمونو امرینو په ملتیا دزيتونو بڼونو او په کې شته زیتون دانو / مېوو څخه له نږدې ليدنه وشوه.  
د ویلو ده، چې د ننګرهارکانال د جوړېدو سره سم په څلورګونو فارمونو کې په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکې زیتون بڼونه جوړ و، چې انقلابي ناسازه شرایطو او جنګونو يې ۱۳۸۰ هکتاره بڼونه له منځه وړي اوس د ننګرهارکانال په څلورګونو فارمونو کې په ۱۷۲۰ هکتاره ځمکې زیتون بڼونه پاتي دي، چې هر کال ترې زیتون تېل او اچار پروسس کېږي او د هېوادوالو خدمت ته وړاندې کېږي. 
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو نږدې ۵۰۰ جریبه نوي بڼونه هم جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS