دیدار رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت با مسئول پروژه تغییرات اقلیمی و بدیل معیشت سازمان ملل متحد
۱۳ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه هماهنگی و تخنیکی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و پروژه تغییرات اقلیمی و بدیل معیشت سازمان برنامه انکشافی ملل متحد (UNDP) در افغانستان، تحت رهبری الحاج مولوی عبدالعلی عمری، رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت، برگزار شد.
در این دیدار، رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت ضمن قدردانی از همکاریهای سازمان UNDP در بخش زراعت، بر ادامه و گسترش همکاریهای مشترک برای توسعه سکتور زراعت و حمایت از جوامع آسیبپذیر تأکید کرد.
در این نشست، وحیدالله غرنی، مسئول پروژه تغییرات اقلیمی و بدیل معیشت UNDP در افغانستان، اعلام کرد که این پروژه از سال ۲۰۲۵ تا ۲۰۳۰ میلادی، مبلغ ۹.۸ میلیون دالر امریکایی را برای برنامههای تغییرات اقلیمی و بدیل معیشت در ولایتهای کنر و بدخشان، با هماهنگی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، وزارت انکشاف دهات و اداره ملی حفاظت محیط زیست، مطابق اولویتهای تعیینشده اختصاص خواهد داد.
رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت نیز اطمینان داد که این وزارت در چارچوب پالیسیها و استراتیژیهای موجود، آماده هرگونه همکاری برای تطبیق مؤثر برنامههای توسعهای و مقابله با پیامدهای تغییرات اقلیمی است.
وی همچنان تأکید کرد که در برنامهریزیها، ولایتهای محروم و کمتر برخوردار از پروژههای انکشافی نیز در نظر گرفته شوند.
د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون او بدیل معیشت پروژې له مسئول سره وکتل
۱۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام «یوانډيپي» د اقلیمي بدلون او بدیل معیشت پروژې ترمنځ د همغږۍ او تخنیکي غونډه د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په مشرۍ ترسره شوه.
په دې لیدنه کې د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د کرنې په برخه کې د «یوانډيپي» له همکاریو څخه مننه وکړه او د کرنې سکټور د پراختیا او د زیانمنونکو ټولنو د ملاتړ لپاره یې د ګډو همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې په افغانستان کې د «یوانډيپي» د اقلیمي بدلون او بدیل معیشت پروژې مسئول، وحیدالله غرنی، وویل چې دغه پروژه به د ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۳۰ میلادي کلونو پورې د اقلیمي بدلون او بدیل معیشت د پروګرامونو د پلي کولو لپاره د کونړ او بدخشان ولایتونو ته ۹.۸ میلیونه امریکایي ډالر ځانګړي کړي. نوموړي زیاته کړه چې دغه پروګرامونه به د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په همغږۍ او د ټاکل شویو لومړیتوبونو له مخې عملي شي.
د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس هم ډاډ ورکړ چې دغه وزارت د خپلو نافذه پالیسیو او ستراتیژیو په چوکاټ کې د پراختیایي پروګرامونو د اغېزمن پلي کېدو او د اقلیمي بدلون د اغېزو د مخنیوي لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې د پروګرامونو د طرحې او پلان جوړونې پر مهال دې هغو محرومو لږو برخمنو ولایتونو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي، چې تر اوسه د پراختیایي پروژو له ګټو لږ برخمن شوي دي.
