در کندز ارزیابی پروژههای بدیل معیشت و هماهنگی برای تطبیق پروژههای جدید مصونیت غذایی انجام شد
۱۷ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ رجبالمرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندز، مولوی نیاز محمد عابد، در دفتر کاری خود با هیأت وزارت اقتصاد و همچنان با مسئول مؤسسه انکشافی دیدگاه «وی.دی.او» بهگونه جداگانه دیدار و گفتوگو کرد.
هیأت وزارت اقتصاد بهمنظور نظارت و ارزیابی پروژههای بدیل معیشتی که در جریان سال ۱۴۰۳ هـ.ش در بخشهای مختلف این ولایت تطبیق شدهاند، به کندز سفر کرده بود. این هیأت میزان پیشرفت پروژهها، کیفیت تطبیق و تأثیر آنها بر وضعیت معیشتی خانوادهها را مورد بررسی قرار داد.
در این دیدار، مولوی نیاز محمد عابد پس از خوشآمدیدگویی به هیأت، معلومات همهجانبهای در مورد چگونگی تطبیق پروژههای بدیل معیشت، دستاوردها، چالشها و نتایج آنها ارائه کرد و تأکید نمود که این پروژهها در تقویت اقتصاد محلی و کاهش مشکلات معیشتی مردم نقش مهمی دارند. هیأت وزارت اقتصاد نیز از همکاری ریاست زراعت قدردانی کرده و اظهار داشت که هدف این نظارت، اطمینان از تطبیق درست پروژهها و استفاده مؤثر از منابع است.
همچنان، مولوی نیاز محمد عابد در دیداری دیگر با حفیظالله رسولی، مسئول مؤسسه انکشافی دیدگاه «وی.دی.او» برای ولایت کندز، ملاقات کرد. در این نشست، نامبرده معلوماتی در مورد فعالیتها و اهداف این مؤسسه ارائه نمود و پروژهای را که قرار است از سوی این مؤسسه در ولایت کندز تطبیق گردد، به تفصیل تشریح کرد.
رئیس زراعت کندز از تلاشها و همکاریهای مؤسسه انکشافی دیدگاه «وی.دی.او» قدردانی نموده و اطمینان داد که ریاست زراعت برای تطبیق موفقانه این پروژه، هرگونه همکاری لازم را با این مؤسسه انجام خواهد داد.
قابل یادآوری است که مؤسسه انکشافی دیدگاه «وی.دی.او» در نظر دارد پروژه مصونیت غذایی را در ولسوالیهای چهاردره، علیآباد و خانآباد ولایت کندز برای ۲۷۰۰ خانواده تطبیق نماید که این امر نقش مهمی در بهبود وضعیت معیشتی خانوادههای نیازمند و تقویت مصونیت غذایی خواهد داشت.
کندز کې د بدیل معیشت پروژو ارزونه او د خوړو خوندیتوب نوې پروژې د تطبیق لپاره همغږي وشوه
۱۷ مرغومې ۱۴۰۴ه.ش
۱۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد، د خپل کارپه دفتر کې د اقتصاد وزارت له پلاوي او همدارنګه د پراختیایي موسسې دیدگاه «وي.ډي.او» له مسؤل سره جلا ـ جلا لیدنې او خبرې اترې وکړې.
د اقتصاد وزارت پلاوي کندز ولایت ته د هغو بدیل معیشتي پروژو د نظارت او ارزونې په موخه سفر کړی و، چې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال په ترڅ کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې تطبیق شوې دي. یاد پلاوي د دغو پروژو د پرمختګ کچه، د تطبیق کیفیت او د کورنیو پر معیشتي وضعیت د اغېز ارزونه تر څېړنې لاندې ونیوله.
په دې لیدنه کې مولوي نیاز محمد عابد پلاوي ته د ښه راغلاست تر ویلو وروسته، د بدیل معیشت پروژو د تطبیق څرنګوالي، لاسته راوړنو، ستونزو او پایلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ، چې یادې پروژې د ځایي اقتصاد د پیاوړتیا او د خلکو د معیشتي ستونزو د کمولو په برخه کې مهم رول لري. د اقتصاد وزارت پلاوي هم د کرنې ریاست له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل، چې د دې نظارت موخه د پروژو د سم تطبیق او د منابعو د اغېزمن استعمال ډاډ ترلاسه کول دي.
همدارنګه، مولوي نیاز محمد عابد په یوه بله لیدنه کې د پراختیایي موسسې دیدگاه «وي.ډي.او» د کندز لپاره له مسؤل حفیظالله رسولی سره وکتل. په دې غونډه کې نوموړي د یادې موسسې د فعالیتونو او موخو په اړه معلومات ورکړل او هغه پروژه یې په تفصیل سره تشریح کړه، چې ټاکل شوې د دې موسسې له خوا په کندز ولایت کې تطبیق شي.
د کندز د کرنې رییس د پراختیایي موسسې دیدگاه «وي.ډي.او» له هڅو او همکاریو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د کرنې ریاست به د دې پروژې د بریالي تطبیق لپاره له یادې موسسې سره هر ډول لازمه همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې پراختیایي موسسه دیدگاه «وي.ډي.او» په پام کې لري، د خوړو د خوندیتوب پروژه د کندز ولایت د چهاردرې، عليآباد او خانآباد ولسوالیو کې د ۲۷۰۰ کورنیو لپاره تطبیق کړي، چې دا به د اړمنو کورنیو د معیشتي وضعیت په ښه والي او د خوړو د خوندیتوب په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
