کندز کې د بدیل معیشت پروژو ارزونه او د خوړو خوندیتوب نوې پروژې د تطبیق لپاره همغږي وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۱۹
در کندز ارزیابی پروژه‌های بدیل معیشت و هماهنگی برای تطبیق پروژه‌های جدید مصونیت غذایی انجام شد

۱۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد، د خپل کارپه دفتر کې د اقتصاد وزارت له پلاوي او همدارنګه د پراختیایي موسسې دیدگاه «وي.ډي.او» له مسؤل سره جلا ـ جلا لیدنې او خبرې اترې وکړې.
د اقتصاد وزارت پلاوي کندز ولایت ته د هغو بدیل معیشتي پروژو د نظارت او ارزونې په موخه سفر کړی و، چې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال په ترڅ کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې تطبیق شوې دي. یاد پلاوي د دغو پروژو د پرمختګ کچه، د تطبیق کیفیت او د کورنیو پر معیشتي وضعیت د اغېز ارزونه تر څېړنې لاندې ونیوله.
په دې لیدنه کې مولوي نیاز محمد عابد پلاوي ته د ښه راغلاست تر ویلو وروسته، د بدیل معیشت پروژو د تطبیق څرنګوالي، لاسته راوړنو، ستونزو او پایلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ، چې یادې پروژې د ځایي اقتصاد د پیاوړتیا او د خلکو د معیشتي ستونزو د کمولو په برخه کې مهم رول لري. د اقتصاد وزارت پلاوي هم د کرنې ریاست له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل، چې د دې نظارت موخه د پروژو د سم تطبیق او د منابعو د اغېزمن استعمال ډاډ ترلاسه کول دي.
همدارنګه، مولوي نیاز محمد عابد په یوه بله لیدنه کې د پراختیایي موسسې دیدگاه  «وي.ډي.او» د کندز لپاره له مسؤل حفیظ‌الله رسولی سره وکتل. په دې غونډه کې نوموړي د یادې موسسې د فعالیتونو او موخو په اړه معلومات ورکړل او هغه پروژه یې په تفصیل سره تشریح کړه، چې ټاکل شوې د دې موسسې له خوا په کندز ولایت کې تطبیق شي.
د کندز د کرنې رییس د پراختیایي موسسې دیدگاه «وي.ډي.او» له هڅو او همکاریو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د کرنې ریاست به د دې پروژې د بریالي تطبیق لپاره له یادې موسسې سره هر ډول لازمه همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې پراختیایي موسسه دیدگاه  «وي.ډي.او» په پام کې لري، د خوړو د خوندیتوب پروژه د کندز ولایت د چهاردرې، علي‌آباد او خان‌آباد ولسوالیو کې د ۲۷۰۰ کورنیو لپاره تطبیق کړي، چې دا به د اړمنو کورنیو د معیشتي وضعیت په ښه والي او د خوړو د خوندیتوب په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۵۲
Background image

د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست یو شمېر کارکوونکي نوو بستونو ته تبدیل او معرفي شول

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د حکم پر بنسټ، د دې وزارت د مالي او حسابي ریاست شپږ تنه کارکوونکي له خپلو پخوانیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۵۲
Background image

کندهار کې یوشمېر بڼوالو ته ننداریز بڼونه جوړ شول

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ او د سولې بنسټ مؤسسې «آراوپي» په تخنیکي همکارۍ د کندهار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۳۹
Background image

ننګرهار کې ١٧٨ مالدارانو ته حیواني خوراکه ووېشل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د نه انلوس مؤسسې له لورې په سره رود، دره نور، بهسود او کامي ولسوالیو کې مالدارانو ته حیواني خوراکه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې. . .

بازگشت