امسال بیش از ۱۵۸ هزار متریک تُن پنبه در افغانستان برداشت شد
۱۵ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
آمارهای ریاست احصاییه و معلومات زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری نشان میدهد که در سال جاری ۱۵۸ هزار و ۲۰۵ متریک تُن پنبه در سراسر کشور برداشت شده است.
ولایتهای هلمند، بلخ، جوزجان و کندهار با بیشترین ساحه تحت کشت پنبه، بالاترین میزان تولید را در این سال به ثبت رساندهاند. علاوه بر این، پنبه به صورت گسترده در ولایتهای فراه، ننگرهار، نیمروز، سمنگان، بغلان، کندز و تخار کشت و برداشت شده است. امسال بیش از ۱۰۴ هزار و ۲۳۶ هکتار زمین در سطح کشور به کشت پنبه اختصاص یافته و حاصلات خوبی داشته است.
پنبه یکی از محصولات مهم زراعتی و صادراتی افغانستان به شمار میرود که با داشتن بازار مناسب و قیمت مطلوب، به عنوان بدیل کشت کوکنار مطرح است. وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در طرح پنجساله خود، پنبه را یکی از محصولات با ارزش و جایگزین کشت کوکنار دانسته و قصد دارد تولیدات آن را افزایش داده و بازار جهانی برای آن ایجاد کند.
سږ کال افغانستان کې له ۱۵۸ زره متریک ټنو زیاته پنبه راټوله شوې
۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو ریاست شمېرې ښيي، چې روان کال په ټول هېواد کې ۱۵۸ زره او ۲۰۵ متریک ټنه پنبه تر لاسه شوې ده.
د هلمند، بلخ، جوزجان او کندهار ولایتونو کې، چې د پنبې کښت تر ټولو زیاتې سیمې لري، په روان کال کې د تولید تر ټولو لوړه کچه ثبت کړې ده. سربېره پر دې، پنبه په پراخه کچه په فراه، ننګرهار، نیمروز، سمنګان، بغلان، کندز او تخار ولایتونو کې هم کرل شوې او حاصلات یې تر لاسه شوي دي. سږ کال د هېواد په کچه له ۱۰۴ زره او ۲۳۶ هکټاره زیاته ځمکه د پنبې کرکېلې ته ځانګړې شوې وه، چې ښه حاصلات یې ورکړي دي.
پنبه د افغانستان له مهمو کرنیزو او صادراتي محصولاتو څخه شمېرل کېږي، چې د مناسب بازار او د قناعت وړ بیې له امله د کوکنارو د کښت د بدیل په توګه مطرح ده. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خپل پنځهکلن پلان کې پنبه د لوړ ارزښت لرونکی او د کوکنارو د کښت بدیل محصول بللی او هوډ لري، چې تولیدات یې زیات کړي او ورته نړۍوال بازار رامنځته کړي.
