سږ کال افغانستان کې له ۱۵۸ زره متریک ټنو زیاته پنبه راټوله شوې 

mail-admin
Thu, Feb 05 2026 9:54 AM
امسال بیش از ۱۵۸ هزار متریک تُن پنبه در افغانستان برداشت شد

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو  ریاست شمېرې ښيي، چې روان کال په ټول هېواد کې ۱۵۸ زره او ۲۰۵ متریک ټنه پنبه تر لاسه شوې ده. 
د هلمند، بلخ، جوزجان او کندهار ولایتونو کې، چې د پنبې کښت تر ټولو زیاتې سیمې لري، په روان کال کې د تولید تر ټولو لوړه کچه ثبت کړې ده. سربېره پر دې، پنبه په پراخه کچه په فراه، ننګرهار، نیمروز، سمنګان، بغلان، کندز او تخار ولایتونو کې هم کرل شوې او حاصلات یې تر لاسه شوي دي. سږ کال د هېواد په کچه له ۱۰۴ زره او ۲۳۶ هکټاره زیاته ځمکه د پنبې کرکېلې ته ځانګړې شوې وه، چې ښه حاصلات یې ورکړي دي.
پنبه د افغانستان له مهمو کرنیزو او صادراتي محصولاتو څخه شمېرل کېږي، چې د مناسب بازار او د قناعت وړ بیې له امله د کوکنارو د کښت د بدیل په توګه مطرح ده. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خپل پنځه‌کلن پلان کې پنبه د لوړ ارزښت لرونکی او د کوکنارو د کښت بدیل محصول بللی او هوډ لري، چې تولیدات یې زیات کړي او ورته نړۍوال بازار رامنځته کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS