اعمار چکدم بزرگ در تختهپل کندهار؛ گامی مؤثر در مهار سیلابها و رفع کمآبی
۱۲ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
باشندهگان قریه بیانزی ولسوالی تختهپل ولایت کندهار از تکمیل کار چکدم بزرگ ذخیره آب در این منطقه استقبال کردند و آن را گامی مهم در مهار سیلابها و رفع کمآبی دانستند. آنان میگویند اعمار این چکدم امید تازهای برای زراعت و زندگیشان ایجاد کرده است.
کار اعمار این چکدم بزرگ ذخیره آب به ارزش نزدیک به ۳۶ میلیون افغانی در ولسوالی تختهپل ولایت کندهار از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به حمایت مالی برنامه انکشافی سازمان ملل متحد (UNDP) در قریه بیانزو تطبیق گردیده است.
مولوی شیرمحمد حاتمی رئیس اطلاعات و آگاهی عامه و سخنگوی وزارت زراعت در سفری به این منطقه از تکمیل کار چکدم یادشده نظارت کرد و گفت که وزارت زراعت پس از رویکار آمدن امارت، صدها چکدم را در ولایات مختلف کشور برای مدیریت آبهای سطحی و زیرزمینی و مهار سیلابها اعمار کرده است.
به گفته مسئولان، چکدم یادشده در مدت ده ماه بهگونه پایدار و معیاری ساخته شده و ظرفیت ذخیره حدود ۲.۵ میلیون متر مکعب آب را دارد. این بند برای دهها تن زمینه کار فراهم کرده و با بهره برداری آن، هزاران خانواده از قریههای اطراف از آب زراعتی بهرهمند خواهند شد.
د کندهار په تختهپل کې د لوی چکدېم جوړول؛ د سېلابونو د کنټرول او د اوبو د کمښت د کچې ټیټولو په پار اغیزمن ګام
۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د تختهپل ولسوالی د بیانزو کلي اوسېدونکي د اوبو د زېرمه کولو د لوی چکډېم د کار له بشپړېدو هرکلی کوي او دا یې د سېلابونو د مهار او د اوبو د کموالي د ستونزې د هوارۍ په پار مهم ګام بللی دی. هغوی وایي، د دې چکډېم په جوړېدو سره د دوی د کرنې او ژوند لپاره نوې هیلې راټوکېدلې دي.
د اوبو د دې لوی زېرمهکوونکي چکډېم د جوړولو چارې چې نږدې ۳۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو.ان.ډي.پي) په مالي ملاتړ د تختهپل ولسوالی د بیانزو په کلي کې پلي شوې دي.
د کرنې وزارت د معلوماتو او عامه پوهاوي رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، یادې سیمې ته د سفر په ترڅ کې له دې چکډېم څځه لیدنه وکړه. نوموړي وویل، د امارت تر حاکمیت وروسته د کرنې وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه چکډېمونه د سطحي او ځمکنیو اوبو د مدیریت او د سېلابونو د مهار په موخه جوړ کړي دي.
د چارواکو په وینا، دا بند په لسو میاشتو کې په دوامداره او معیاري ډول جوړ شوی او د شاوخوا ۲.۵ ملیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. د دې بند د جوړېدو پر مهال لسګونو تنو ته د کار زمینه برابره شوې او د یاد بند په فعالیدو سره به د شاوخوا کلیو زرګونه کورنۍ د کرنیزو اوبو څخه ګټه پورته کړي.
