د کندهار په تخته‌پل کې د لوی چکدېم جوړول؛ د سېلابونو د کنټرول او د اوبو د کمښت د کچې ټیټولو په پار اغیزمن ګام

mail-admin
Mon, Nov 03 2025 10:53 AM
اعمار چکدم بزرگ در تخته‌پل کندهار؛ گامی مؤثر در مهار سیلاب‌ها و رفع کم‌آبی

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی د بیانزو کلي اوسېدونکي د اوبو د زېرمه کولو د لوی چکډېم د کار له بشپړېدو هرکلی کوي او دا یې د سېلابونو د مهار او د اوبو د کموالي د ستونزې د هوارۍ په پار مهم ګام بللی دی. هغوی وایي، د دې چکډېم په جوړېدو سره د دوی د کرنې او ژوند لپاره نوې هیلې راټوکېدلې دي.
د اوبو د دې لوی زېرمه‌کوونکي چکډېم د جوړولو چارې چې نږدې ۳۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو.ان.ډي.پي) په مالي ملاتړ د تخته‌پل ولسوالی د بیانزو په کلي کې پلي شوې دي.
د کرنې وزارت د معلوماتو او عامه پوهاوي رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، یادې سیمې ته د سفر په ترڅ کې له دې چکډېم څځه لیدنه وکړه. نوموړي وویل، د امارت تر حاکمیت وروسته د کرنې وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه چکډېمونه د سطحي او ځمکنیو اوبو د مدیریت او د سېلابونو د مهار په موخه جوړ کړي دي.
د چارواکو په وینا، دا بند په لسو میاشتو کې په دوامداره او معیاري ډول جوړ شوی او د شاوخوا ۲.۵ ملیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. د دې بند د جوړېدو پر مهال لسګونو تنو ته د کار زمینه برابره شوې او د یاد بند په فعالیدو سره به د شاوخوا کلیو زرګونه کورنۍ د کرنیزو اوبو څخه ګټه پورته کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS