ننګرهار؛ د عشر او زکات په عوایدو کې د روڼتیا په موخه د ولسوالیو مدیرانو سره ناسته ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۳:۳۹
ننګرهار؛ د عشر او زکات په عوایدو کې د روڼتیا په موخه د ولسوالیو مدیرانو سره ناسته ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن او د عشر او زکات دعوایدو دتنظیم رییس مولوي سید مخدوم عبدالهادي هدایت او راغلي پلاوي دعشر او زکات دعوایدو په شفاف ډول ټولولو، دتېر کال او سږ کال عوایدو پرتله کولو په موخه د ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره وکتل.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ولسوالیو مدیرانو ته د عشر او زکات په راټولولو کې د روڼتیا، ولس سره د صله رحمۍ او د اصولو له مخې د عشر او زکات راټولولو سپارښتنې وکړې.
د عوایدو دتنظیم رییس مولوي سید مخدوم عبدالهادي هدایت وویل، چې د عشر او زکات لوي ریاست غواړي چې په ولایتونو او ولسوالیو کې د عشر او زکات کارکوونکو ستونزې، لاسته راوړنې، راتلونکي پلانونو او د تېر کال عوایدو معلومات ترلاسه کولو، د عوایدو راټولولو کې ددوی د کارونو څخه څارنه ترسره کړي.
ښاغلي هدایت د ولسوالیو دعشر او زکات مدیرانو ته د ستونزو او مشکلاتو د حل ژمنه ورکړه. نوموړی  مدیرانو څخه د تېر کال او سږ کال عوایدو ټولولو او دپرچو تطبیق په برخه کې د قیقو معلوماتو ورکولو غوښتنه وکړه.
دغه راز د مدیرانو په استازیتوب مولوي فضل هادي د عشر او زکات مدیرانو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د مسؤلینو سره د حل په موخه شریک کړل، چې د چارواکو له خوا د دوی ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکړ شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۴:۰
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت کې د سپین‌خوړ د رسوباتو پاکول پیل شوه

۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم په ۶ام بلاک ساحه کې د سپین‌خوړ د رسوباتو پاکولو لړۍ پیل شوه.  د دې پروسې د ارزونې لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۸
Background image

زابل کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پرانیستل شو

۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولاویت کې د نیالګیو اېښودو کمپاین په شاندارو مراسمو سره پیل شو. 
په دغو مراسمو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۳:۴۲
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د پالونیا کښت پیل کړ 

۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په لومړي ځل د خپلو څلورګونو فارمونو په ځمکو کې د پالونیا بوټو کښت پیل کړ. د دې پروسې د پیل په مراسمو کې د. . .

بازگشت