ننګرهار کې د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې د کارونو مؤثریت او همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۰:۴۲
ننګرهار کې د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې د کارونو مؤثریت او همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

۲۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان راتلوونکي نسلونو مؤسسې(اف،جي،اې)  مرکزي دفتر د څارني او ارزوني عمومي رییس او د ختیځ زون مسؤلینو د ننګرهار د کرنې رییس سره دکارونو همغږۍ، پروژو مؤثریت او روڼتیا په موخه وکتل.
د افغانستان راتلوونکي نسلونو مؤسسې د څارني او ارزوني رییس انجینر ګل انور انوري د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن څخه د مننې ترڅنګ د خپلو ترسره کړو،روانو او راتلونکي فعالیتونو په برخه کې رڼا واچوله .
نوموړي وویل، چې ددوی د راتګ موخه د تېرو فعالیتونو ارزول، ستونزو په نښه کول، روڼتیا، حل لارو پیداکول او په راتلونکي کې د ګټورو پروژو پلی کول دي.
هغه زیاته کړه، چې په راتلونکي پسرلي کې د روداتو، بهسودو او کوټ ولسوالیو کې د بېرو، شفتالو، ګل بېد او ستروسو  بڼونه جوړي.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن په ننګرهار کې د (اف،جي،اې)  کارونه مؤثر وبلل او په راتلونکی د نورو پروژو غوښتنه وکړه.
ښاغلي محسن د بېرو ځنګلونو، بڼوالۍ، کانالونو، سړو خونو، شنو خونو،اصلاح شوي تخمونو، وزو او شېدو غواګانو د وېش غوښتنه وکړه؛ چې د مؤسسې د مسؤلینو له لورې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په ننګرهار کې د کانالونو جوړولو، بېرو ځنګلونو، اصلاح شوي تخمونو، قالین اوبدلو او نورو اړونده برخو کې کار کوی، چې سلګونه هېوادوالو ته پکي د کار زمینه هم برابره شوې ده.
دغه راز په یاده ناسته کې د احصایي، ارقامو او معلوماتو دتنظیم امر قاري سېلاب ذکریا او د پلان مدیر عطاءالحق بشري هم برخه لرله.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۱۷
Background image

هلمند کې ۵۵ بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۵۵ تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۱۵
Background image

د لغمان د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مشر سره د همکاریو پر پراخولو خبرې وکړې

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې "اف اې او" مشر ریچارډ سره د قرغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د پکتیا ځاځي‌اریوب ولسوالی سپینې شګې سیمې څخه د اختر درېیو ورځو کې شاوخوا ٣۵٠ زره سیلانیانو لیدنه کړې

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ځاځي‌اریوب ولسوالی سپينې شګې تفريحي سیمې ته د لوی اختر لومړۍ ورځې څخه تر دې. . .

بازگشت