ننګرهار کې د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې د کارونو مؤثریت او همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

mail-admin
Thu, Jan 09 2025 10:42 AM
ننګرهار کې د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې د کارونو مؤثریت او همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

۲۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان راتلوونکي نسلونو مؤسسې(اف،جي،اې)  مرکزي دفتر د څارني او ارزوني عمومي رییس او د ختیځ زون مسؤلینو د ننګرهار د کرنې رییس سره دکارونو همغږۍ، پروژو مؤثریت او روڼتیا په موخه وکتل.
د افغانستان راتلوونکي نسلونو مؤسسې د څارني او ارزوني رییس انجینر ګل انور انوري د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن څخه د مننې ترڅنګ د خپلو ترسره کړو،روانو او راتلونکي فعالیتونو په برخه کې رڼا واچوله .
نوموړي وویل، چې ددوی د راتګ موخه د تېرو فعالیتونو ارزول، ستونزو په نښه کول، روڼتیا، حل لارو پیداکول او په راتلونکي کې د ګټورو پروژو پلی کول دي.
هغه زیاته کړه، چې په راتلونکي پسرلي کې د روداتو، بهسودو او کوټ ولسوالیو کې د بېرو، شفتالو، ګل بېد او ستروسو  بڼونه جوړي.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن په ننګرهار کې د (اف،جي،اې)  کارونه مؤثر وبلل او په راتلونکی د نورو پروژو غوښتنه وکړه.
ښاغلي محسن د بېرو ځنګلونو، بڼوالۍ، کانالونو، سړو خونو، شنو خونو،اصلاح شوي تخمونو، وزو او شېدو غواګانو د وېش غوښتنه وکړه؛ چې د مؤسسې د مسؤلینو له لورې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په ننګرهار کې د کانالونو جوړولو، بېرو ځنګلونو، اصلاح شوي تخمونو، قالین اوبدلو او نورو اړونده برخو کې کار کوی، چې سلګونه هېوادوالو ته پکي د کار زمینه هم برابره شوې ده.
دغه راز په یاده ناسته کې د احصایي، ارقامو او معلوماتو دتنظیم امر قاري سېلاب ذکریا او د پلان مدیر عطاءالحق بشري هم برخه لرله.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS