اوبولګول

superadmin

د اوبولګولو په برخه کې د کرنې وزارت لیدلوری د تېر په پرتله توپیر لري. یاد وزارت د څاڅکي، لمریزې انرژۍ، په عصري او مدرنو لارو چارو د ځمکې خړوبول او د اوبو د ضایعاتو د کچې په ټېټولو سره هلې ځلې کوي، چې د تولیداتو کچه لوړل او د اوبو د ضایعاتو کچه ټېټ شي، چې دا چاره د بزګرانو او بڼوال د اقتصادي ودې لامل کیږي.
د څاڅکي په سیسټم اوبولګول د محصولاتو د ودې لامل کيږي او ترڅنګ یې ډېر کار او زحمت هم نه لري، خو ډېر زیاد عواید لري. دڅاڅکي په سیسټم د اوبولګولو لارې چارې دهېواد په یوشمېر ولایتونو کې په ازمایښتي ډول پلي شوي دي او ترڅنګ یې د لمریزې انرژۍ پرمټ اوبولګول هم په پراخ ډول دود شوی دی. دغه راز د کرنیزو ځمکو د هوارولو «لایزرلېولینګ» ټکنولوژۍ پېژندل، په کروندو کې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي، چې روان کال دغه ټکنولوژۍ په پراخه توګه پر بزګرانو وېشل شوي دي.
دغه راز د کرنې وزارت له خوا په ۱۳۹۷ یم  کال کې د هېواد په کچه د اوبولګولو ۳۵۰ شبکې جوړې شوي دي او په روان کال کې به هم همدومره شبکې جوړې شي. دغه شبکې ددې لامل کیږي، چې ۱۵ سلنه د اوبو د ضایعاتو مخه ونیول شي او د لسګونه زره هکټاره ځمکو د حاصلاتو کچه هم ۲۵ سلنه لوړ شي.