دکندهار دکرنې رییس په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مسوول سره وکتل

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۳/۱۹ - ۱۶:۴۲
دکندهار دکرنې رییس په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مسوول سره وکتل

دکندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمود مظلوم د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې؛ یو این  ډي پي (UNDP) مسوول جیسن هانډینا سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کندهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمر، د کرنیزو چارو، د پلان او برنامو د همغږۍ او خصوصي سکټور د پراختیا عمومي مدیران او د مېوو او سبو متخصص شتون درلود.
په دې غونډه کې د کندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم ددې ولایت د ولسونو ستونزې او غوښتنې له یادو چارواکو سره شریکي کړل او ترڅنګ یې په دې ولایت کې د پروژو په پلي کولو کې د همغږۍ ډاډ ورکړ او دغه راز د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې یو این  ډي پي (UNDP) له چارواکو څخه په دې ولایت کې د لازیاتو پروژو د پلي کولو غوښتونکي شول.
د کندهار دکرنې رییس وویل: « دا چي د اسلامي امارت لخوا د کوکنارو پر کرکېله بندیز لګولو شوی دی، موږ غواړو چي بزګرانو ته د کوکنارو په بدل کي تېلي او صنعتي نباتات، غله جات، سابه، او دحبوبات اصلاح شوي تخمونه چمتو کړو  تر څو د کوکنار د کښت څخه مخنیوی وشي.»
مولوی محمود مظلوم وویل، چې اوسمهال د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې د اوبو کچه په ټیټېدو دی، په همدې موخه موږ او تاسو باید په ګډه د اوبو مهارولو او تر ځمکې لاندې اوبو د بیا زېرمه کولو په پآر کار وکړو ځکه موږ چکډمونو، بندونو، استنادي دېوالونو او کاریزونو جوړولو ته اړتیا لرو.
 ورپسې د کندهار دکرنې ریاست د مېوو او سبو د پراختیا متخصص په خپلو خبرو کې وویل، چې په کندهار کي ډېر شمېر بزګران پر خپلو ځمکو کې  زیتون، پسته، خرما، زعفران، پنبه او سویابین کري که یې ملاتړ وشي او په دغه برخه کې دوی ته روزنیز پروګرامونه دائر شي تر ډېره حده به د دوی ستونزې هوارې او د عوایدو زیاتوالو ته یې زمینه برابره او خلکو ته به د کار کولو فرصت برابره شي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې؛ یو این  ډي پي (UNDP) مسوول جیسن هانډینا د کندهار دکرنې رییس سره د خپلو فعالیتونو او پلانونو په شریک کولو سره په دې ولایت کې د لا زیاتو مرستو او د پروژو په پلي کولو کې د همغږۍ ډاډ ورکړل.
باید وویل شي، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره، یو این  ډي پي (UNDP)
د کندهار کرنې ریاست سره په همغږۍ ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیوکې کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پروژې پلي کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۹
Background image

سردخانه عصری ۱۰۰ متریک تنی در جوزجان به یک شرکت خصوصی به اجاره سپرده شد

۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان یک باب سردخانه عصری و معیاری به ظرفیت ۱۰۰ متریک تن را که با هزینه بیش از ۳۴ میلیون افغانی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

نشست پیرامون انکشاف صنعت مرغداری در افغانستان برگزار شد

۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
نشستی به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور نماینده‌گان معاونیت اقتصادی ریاست‌الوزراء، وزارت‌های مالیه و صنعت و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

افتتاح و بهره‌برداری یک چکدم با ظرفیت ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در ولایت فراه

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
یک چکدم به طول مجموعی ۴۱۲ متر و ظرفیت تقریبی ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در قریه انجیران ولسوالی پشت‌کوه ولایت فراه افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد.
مراسم افتتاح این. . .

BACK TO NEWS