پکتیا کې د بزګر ورځ یوشمېر بزګرانو ته د ډالیو په روکولو سره ونمانځل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۸:۴۷
پکتیا کې د بزګر ورځ یوشمېر بزګرانو ته د ډالیو په روکولو سره ونمانځل شوه

۹ وری ۱۴۰۰
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د کرنیز نندارتون په لاره اچولو او بزګرانو ته د ډالیو په ورکولو سره د وري دویمه د بزګر ملي ورځ په ځانګړو مراسمو ونمانځل شوه.
په دې مراسمو کې د پکتیا والي محمد حلیم فدايي، دکرنې رییس انجنیر محمد دین مومند، د ولایتي شورا استازی جنت خان څمکنی د پکتیا د بېلابېلو ادارو رییسانو، بزګرانو، مالدارانو، قوریه لرونکو، خبریالانو او د کرنې ریاست همکارو برنامو مشرتابه او غړو ګډون کړي وو.
د غونډې په پیل کې د پکتیا دکرنې رییس انجنیر محمد دین مومند د بزګر ملي ورځې د مبارکۍ ترڅنګ د کرنې وزير ښاغلي انوارالحق احدي پیغام ګډونوالو ته واورول. ښاغلی مومند د پکتیا دکرنې ریاست د تېرکال لاسته راوړنې او د راتلونکي کال پلانونه هم له ګډونوالو سره شریک کړل.
د پکتیا دکرنې رییس وویل، چې بزګران د خپلو هڅو او زیار پر مټ له خپلو کروندو څخه خلکو ته خواړه او صنعت ته اومه مواد چمتو کوي، دوی د هېواد د اقتصاد په لوړولو کې رغنده رول لوبوي. هغه بزګرانو سره د دوامدارو همکاریو ژمنه هم وکړه.
د بزګر د ورځې په دغه غونډه کې د پکتیا والي محمد حلیم فدايي هم خبرې وکړې او بزکران یې د ګران هېواد اصلي جوړوونکي او اتلان وګڼل او زیاته یې کړه: «بزګران د وطن اصلي جوړوونکي دي، دوی د خولو په تویولو او د لاسونو په تڼاکې کولو سره هېواد آباد کړي، ژمن یوو چې پکتیا ولایت کې به بنسټیزې پروژې پلي کړو او ولسونو ته به هوساینه رامنځته کړو، څرنګه چې زموږ د هېواد اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ دی، نو لازمه ده چې یادې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړو، تر څو په ځان بسیا او د نورو له احتیاجه خلاص شو.»
ښاغلی فدايي، د پکتیا د کرنې رییس او کارکوونکو هڅې او کړنې له دې امله وستایلې، چې د پکتیا بزګرانو او مالدارنو ته په خپله برخه کې ارزښتناکې چوپړتیاوې وړاندې کړي دي.
د بزګر مېلې او کرنیز نندراتون په دغو شاندارو مراسمو کې ډول ډول نندارې د مختلفو ټیمونو لخوا ترسره شوې او هم د پکتیا ولایت اړوند تولید شوي کرنیز او مالدارۍ محصولات چې په لسګونو غرفو کې اېښودل شوي ول، نندارې ته وړاندې شول. په پای کې بزګرانو ته بېلابېلې ډالۍهم د کرنې ریاست له خوا ورکړل شوې.

 

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

افتتاح کانال آب زراعتی در ولسوالی خاش بدخشان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
کانال آبیاری زراعتی قریه ده‌پاره ولسوالی خاش بدخشان با حضور مسئولان محلی، نمایندگان ریاست زراعت و تیم تخنیکی موسسه افغان اید افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد.
این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۴۱
Background image

توزیع ۱۶ گاوشیری نسل وطنی در ولسوالی وردوج ولایت بدخشان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت بدخشان، ۱۶ فرد گاوشیری نسل وطنی به همراه چوچه‌های آن برای ۱۶ خانواده مستحق و بی‌بضاعت در سه قریه ولسوالی وردوج توزیع کرد  این برنامه توسط دفتر بنیاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی یوریا اسپری در قریه خوال ولایت بامیان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان تخنیکی مدیریت عمومی حفظ نباتات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، برنامه وقایوی یوریا اسپری را در قریه خوال مرکز بامیان تطبیق کردند.
در این برنامه،. . .

بازگشت به خبرها