ارزګان کې د بزګر ملي ورځ او د کمال خان بند پرانیسته په شاندارو مراسمو ونمانځل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۹:۴۳
ارزګان کې د بزګر ملي ورځ او د کمال خان بند پرانیسته په شاندارو مراسمو ونمانځل شول

۴ وری ۱۴۰۰
د هېواد د نورو ولايتونو ترڅنګ، ارزګان کې هم د وري دویمه د بزګر ملي ورځ او ترڅنګ یې د وري څلورمه چې د اوبو د مدیریت ورځ او ترڅنګ یې د کمال خان بند پرانیسته ده په ځانګړو مراسمو ونمانځل شول.
په دې مراسمو کې د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد ترڅنګ د مشرانو جرګې غړو امان عظيمي او محمد حنيف حنيفي، امنيه قومندان ډګروال علي احمد عطايي، د ملي امنيت ريس بريد جنرال سيد اسماعيل سادات، اداري رییسانو، قومي مخورو، ځوانانو او سلګونه تنه ځايي اوسېدونکو ګډون کړي و.
د غونډې په پیل کې د ارزګان دکرنې رییس انجنیر احمدشاه خیري د بزګر ملي ورځې د مبارکۍ ترڅنګ د کرنې وزير ښاغلي انوارالحق احدي پیغام ګډونوالو ته واورول، چې د هېواد په کچه د تېر کال د لاسته راوړنو يادونه شوې وه او د نوي کال د احتمالي وچکالۍ لپاره بزګرانو او اړوند ادارو ته د لازمو چمتووالي د نیولو لارښوونه شوې وه.
وروسته د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد پخپله وينا کي بزګرانو ته د هغوی د ملي ورځې مبارکي وويل او ترڅنګ يې هیله څرګنده کړه، چي نوی کال به د سولې او ټيکاو کال اوسي.
همداراز د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد د کمال خان بند ترڅنګ د هېواد په بېلابيلو ولايتونو کي د اوبو بندونو ته په اشارې وويل، چې په جوړېدو سره به يې په افغانستان کي په نږدې راتلونکو کلونو کې اقتصادي انقلاب رامنځته شي.
شېرزاد د کمال خان بند د هېواد د سياست، اقتصاد او پراختيا لپاره مهم وباله.
ددې ترڅنګ ښاغلی شېرزاد وويل، چې ارزګان کې هم د څو بندونو د طرحې او د ډيزاين چارې تر کار لاندې دي، چې په وينا يې د ځينو چارې به یې په نږدې راتلونکې کې پیل شي.
په غونډه کې د مشرانو جرګې دوو غړو محمد حنيف حنيفي او امان الله اعظيمي هم د کمال خان بند، سولې او افغان ځواکونو د ستاینې په اړه ويناوې وکړې.
د غونډي په لړ کې د کمال خان بند او بزګر په اړه دوې تمثلي پارچې هم اجرا شول، چې ګډونوالو ته يې مثبت پببغامونه ورکړل. ددې ترڅنګ يو شمېر لوبي او د کوچيانو اتڼ هم ترسره شول.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د کرنې ریاست له خوا د کرنیزو توکو نندارتون څخه لیدنه وکړه، چې په کې ووچ او تازه مېوې، زعفران، سابه، طبي بوټې، کبان، لبنیات، شات کرنیزې ماشینرۍ، کرنیز درمل، تخمونه او ټراکټورونه نندارې ته وړاندې شوي ول.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS