لغمان کې د بزګر ورځ په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه
۳ وری ۱۴۰۰
د لغمان دکرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا د وري دويمه د بزګر ملي ورځ ددې ولايت د سيمه ييزو چارواکو او يوشمېر اوسېدونکو په شتون کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
یاد مراسم چې، په کې د لغمان والي رحمت الله یارمل او د کرنې رییس محمدجمیل خوشحال تر څنګ د بېلابېلو ادارو رييسانو، بزګرو، مالدارو او قومي مشرانو برخه لرله بېلابېل کرنیز او حیواني توکي هم نندارې ته وړاندې شول.
د کرنې وزارت له خوا هر کال د وري دويمه د بزګر ورځ د هېواد د پلازمېنې تر څنګ په بېلابېلو ولايتونو کې په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي او دفصل بېلابېل حیواني او کرنيز توکي نندارې ته وړاندې کېږي.