پکتیا کې د مېوو یوزر او ۴۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
پکتیا کې د مېوو یوزر او ۴۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي

۳۰ کب ۱۳۹۹
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د یوزر او ۴۰ جریبه نویو بڼونو د جوړولو په پار پر بڼوالو د نیالګیو د وېش لړۍ پیل شوی دی.
د یادو بڼونو د جوړولو د پیل په غونډه کې، د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمدالدین مومند وویل، چې د پکتیا په مرکز او ولسوالیو کې به سږکال د مېوو یوزر او ۴۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شي، چې له دې ډلې ۵۰ جریبه بڼونه یې متراکم او ۹۹۰ بڼونه یې عادي بڼونه دي.
ښاغلي موند وویل، چې په ۱۳۹۹یم کال کې د پکتیا ولایت په قوریو کې ۱۹۵ زره نیالګي روزل شوي، چې دغه بڼونه د همدغو قوریو د روزل شویو نیالګیو څخه جوړېږي، چې د پکتیا ولایت له اقلیم سره پوره توافق لری.
دغه راز په دې غونډه کې، د پکتیا مرستیال والي الحاج عبدالولي سهي د نویو بڼونو په جوړولو خوښي څرګنده کړه او بزګران يې وهڅول ترڅو د نويو نیالګیو په تولید کې پوره ونډه واخلي او هم یې له بزګرانو وغوښتل، چې د نویو جوړېدونکو بڼونو سمه ساتنه او پالنه وکړي.
په غونډه کې د چاپېریال ساتنې رییس انجنیر بهیرګل صابري د باغونو جوړول په اړوند خوښي څرګنده کړه او ویې وویل؛ چې د بڼونو جوړول نه یوازې چې د بزګرانو اقتصاد پیاوړي کوي بلکې د چاپېریال ساتنې او د سیمې د ښکلا په برخه کې ګټور رول لري.
د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې بې ساري پرمختګ دی.
د پکتیا دکرنې ریاست پر دې سربېره، چې کروندګرو ته به تصديق شوي نيالګي ورکړي، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کوي.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې پکتیا ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې دود کړي، چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۹:۵۹
Background image

بازدید رئیس زراعت تخار از مدیریت خدمات زراعتی و مالداری ولسوالی بنگی

۱۱ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
قاری قطب‌الدین دهنوی، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری تخار، همراه با آمر امور زراعتی و مالداری این ولایت، از مدیریت خدمات زراعتی و مالداری ولسوالی بنگی بازدید کرد.
در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۹:۵۷
Background image

دیدار رئیس زراعت کندز با رئیس دفتر شمال‌شرق سازمان خوراک و زراعت ملل متحد 

۱۱ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی نیازمحمد عابد، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری کندز، با خیرالله توران، رئیس دفتر شمال‌شرق سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، دیدار کرد.
در این نشست، رئیس زراعت کندز بر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۹:۵۵
Background image

رئیس جدید زراعت ولایت بادغیس معرفی شد

۱۱ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
براساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و حکم ریاست‌الوزراء امارت اسلامی افغانستان، مولوی شاه‌محمد سروری به‌عنوان رئیس زراعت ولایت بادغیس. . .

بازگشت به خبرها