بغلان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې په څو ورځو کې بشپړیږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۲:۴۹
بغلان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې په څو ورځو کې بشپړیږي


۱۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې ددې ولایت لپاره ۳۲۶ پروژې په پام کې نیول شوې وې، چې له دې ډلې د یوشمېر پروژو چارې بشپړ او د پاتې هغو رغنیزې چارې به تر ۱۵ ورځو بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د بغلان ولایت دکرنې رییس عبدالغیاث صدیقي وایي، چې د بغلان ولایت په ۳۲۶نویو کرنیزو پروژو کې د پیازو ۲۱۸ زېرمتونونه، د کچالو ۱۰۱ زېرمتونونه او د مېوو لپاره شپږ صفرانرژۍ سړې خونې جوړول او د مېوو او سبو ۵۰ لمریز وچوونکي دستګاوو وېش شامل دي.
د ښاغلي صدیقي په خبره، ددغو پروژو له ډلې د ۷۵ پروژو رغنیزې چارې بشپړ شوي دي، چې په کې د پیازو ۴۵ او د کچالو ۳۰ زېرمتونونه شامل دي او د پاتې نورو پروژو چارې به هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
یادې پروژې دکرنیزومحصولاتومدیریت، د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لورې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې پلي کیږي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

دیدار وزیر زراعت با مقامات کشور ازبکستان 

۲۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با عبدالرحمنوف شخرتک والی ولایت اندیجان ازبکستان، اویبک عثمانوف سفیر ازبکستان در کابل و شماری از تاجران آن کشور دیدار و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

توزیع کمک‌های غذایی برای ۳۰۰ خانواده در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه ولایت جوزجان

۲۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان به همکاری مؤسسه «دبلیو اچ اچ» برای ۳۰۰ خانواده در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه مواد غذایی تازه توزیع نمود.
بر اساس معلومات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

پیام تسلیت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری

پیام تسلیت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
با نهایت تأسف و تأثر، خبر. . .

بازگشت به خبرها