ارزګان کې د مالدارۍ سکټور د پراختیا په پار هڅې؛ په ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس لمریزې دستګاوې وېشل شوي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۱۲:۵۷
ارزګان کې د مالدارۍ سکټور د پراختیا په پار هڅې؛ په ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس لمریزې دستګاوې وېشل شوي

۱ لړم ۱۳۹۹
د ارزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په روان ۱۳۹۹یم مالي کال کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور د پراختیا په پار هلې ځلې کړندي کړي، چې په ترڅ کې یې ددې ولایت په ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسسس لمریز دستګاوې وېشل شوي دي.
د لبنیاتو د پروسس د یادو لمریزو د ستګاو د وېش ټولیز لګښت ۱۰ میلیونه او ۳۲۰ زره افغانۍ ده، چې د هندوستان هېواد په مالي همکارۍ ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې په ۸۰۰ مالدارو کورنیو وېشل شوي دي.
ددې ترڅنګ د مالدارانو روزل، په مرکز او ولسوالیو کې د ناروغو څارویو سمپل اخېستل، د کنې او کانګو ضد کمپاینونه په لاره اچول هغه څه دې، چې په د روان کال په ترڅ کې د ارزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست له خوا تر سره شوي دي.
افغانستان له اقتصادي پلوه تر ډېره بريده په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم په دې وروستیو کې د مالدارۍ او د لبنیاتو د پراختیا په پار هلې ځلې کړندي کړي دي. د لبنیاتو پروسس او د مالدارو کورنیو اقتصادي ودې ته د کرنې وزارت پاملرنه تر پخوا زیاته شوې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS