ارزګان کې د نیالګیو اېښودو ملي ورځ ولمانځل شوه

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۲ - ۹:۱۴
ارزګان کې د نیالګیو اېښودو ملي ورځ ولمانځل شوه

۲۱ کب ۱۳۹۸
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د کب شلمه، د نیالګیو اېښودو ملي ورځ ولمانځل شوه. ددغو مراسمو په ترڅ کې، چې دکب په شلمه نېټه په لاره اچول شوې وه د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید، د کرنې رییس احمد شاه خیري ، مدنې ټولنو، قومي مشرانو، ژورنالستانو او ځوانانو له خوا نیالګي کېنول شول او د نیالګیو اېښودو کمپاین هم د«یو نیال د ځان او یو نیال د سولې لپاره» تر شعار لاندې پیل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید، ددې ولایت له اوسیدونکو غوښتنه وکړه، چې هر یوه یې یوه نیالګی د ځان او یو نیال د سولې لپاره کېنوي، ترڅو هېواد مو سمسور او چاپېریال مو ښه شي.

په دې غونډه کې د ارزګان دکرنې رییس احمدشاه خیري وویل، چې سږکال په دې ولایت کې ۱۲۴۰ جریبه مېوه لرونکي بڼونه جوړیږي. هغه دغه راز زیاته کړه، چې تر دې دمه ددې ولایت په ولسوالیو کې ۷۰۰۰ غیر مثر ینالګي هم د وېش په موخه پر خلکو وېشل شوي دي.

د ارزګان ولایت د کرنې ریاست ددې ولایت له خلکو غواړي، چې په دې کمپاین کې ونډه واخلي او د ونو او نیالګیو ساتنې او څارنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS