د کندهار تخته‌پل کې د پوهنې ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۳۹
د کندهار تخته‌پل کې د پوهنې ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ، د کندهار په تخته‌پل ولسوالی د تنګي په سیمه کې ۲ جریبه امارتي ځمکه د کندهار پوهني ریاست ته د دیني مدرسې جوړولو په موخه رسماً ولېږدول شوه.
د کندهار دکرنې ریاست د ځمکو د انتقال او وېش مدیر قاري عصمت‌الله فرهاد وایي، چې یاده ځمکه د ټولو قانوني او اداري مراحلو له بشپړېدو وروسته، د ګډ پلاوي په حضور کې د پوهني ریاست ته وسپارل شوه. د نوموړی په وینا، چې پر دې انتقال شوي ځمکه به د یاد ریاست له لوري د دیني علومو د زده کړي لپاره مدرسه جوړه شي. 
د یادونې وړ ده، چې یوه اوونۍ وړاندې هم د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په ځانګړي حکم، د کندهار په ژړۍ ولسوالی کې ۱۰ زره جریبه امارتي ځمکه د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته د صنعت او سوداکرۍ ترسره کولو لپاره د صنعتي پارک جوړولو په موخه لېږدول شوې وه.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

پیش‌بینی بیش از ۱۱ هزار تُن حاصلات شفتالو در ننگرهار در سال جاری

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ ذی‌القعده ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، پیش‌بینی می‌شود که حاصلات شفتالو در سال جاری در این ولایت به بیش از ۱۱ هزار متریک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲۲
Background image

توزیع ۹ قلم مواد غذایی تازه برای خانواده‌های نیازمند در جوزجان

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان با همکاری موسسه دبلیو اچ اچ، ۹ قلم مواد غذایی تازه را برای ۳۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه توزیع کرد.
مسئو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵
Background image

توزیع تخم و وسایل زراعتی برای ایجاد باغچه‌های خانگی در زرنج

۱۳ ثور ۱۴۰۵  هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری  با همکاری مؤسسه سازمان کمک‌های بشری (OHA)، برای ۷۵ تن از خانم‌های زراعت‌پیشه به‌منظور ایجاد باغچه‌های خانگی، تخم‌های سبزیجات و وسایل. . .

بازگشت به خبرها