بازدید سخنگوی وزارت زراعت از باغهای انار ولسوالی ارغنداب ولایت کندهار
۱۰ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی شیر محمد حاتمی، رییس اطلاعات و آگاهی عامه و سخنگوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفرش به ولایت کندهار از باغهای انار در ولسوالی ارغنداب این ولایت بازدید کرد.
در این بازدید، سخنگوی وزارت از نزدیک با وضعیت تولید انار، روند برداشت و چالشهای پیشروی باغداران آشنا شد. او از تلاشهای باغداران در حفظ و گسترش باغهای انار ستایش کرد و گفت که وزارت زراعت برای حمایت از تولیدکنندگان و بهبود مارکیت محصولات زراعتی، بهویژه انار کندهار، برنامههای مشخصی رویدست دارد.
سخنگوی وزارت زراعت افزود که انار کندهار یکی از محصولات مهم صادراتی کشور است و تلاش میشود با بهبود بستهبندی، پروسس و بازاریابی، ارزش تجارتی آن در بازارهای داخلی و خارجی افزایش یابد.
د کرنې وزارت وياند د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی د انارو بڼونو څخه لیدنه وکړه
۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولويشېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د ارغنداب په ولسوالی کې د انارو له بڼونو څخه لېدنه وکړه.
د لېدنې پر مهال، د کرنې وزارت ویاند له نږدې د انارو د تولید وضعیت، د حاصلاتو د راټولولو بهیر او د بڼوالو له ستونزو سره آشنا شو. نوموړي د انارو د بڼونو په ساتنه او پراختیا کې د بڼوالو د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د کرنې وزارت د انارو د تولیدوونکو د ملاتړ او د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د کندهار د انارو، د بازارموندنې د ښهوالي لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام کې لري.
د کرنې وزارت ویاند زیاته کړه، چې د کندهار انار د هېواد له مهمو صادراتي محصولاتو څخه دی، او هڅې روانې دي چې د بستهبندۍ، پروسس او بازارموندنې د ښهوالي له لارې، د دې محصول سوداګریز ارزښت په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې نور هم لوړ شي.
