د غزني په ولایت کې له حیواني او نباتي درمل پرونځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۰:۳۸
د غزني په ولایت کې له حیواني او نباتي درمل پرونځیو څخه څارنه وشوه

۱ زمری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزنی ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو خدمتونو تخنیکي ټیم له خوا، په دې ولایت کې د حیواني او نباتي درملو د کیمیاوي سرو پلورنځیو څارنه ترسره شوه.
د دې څارنې موخه داده، چې پلورل کېدونکي درمل د کیفیت له پلوه وارزول شي، د پلور قانوني شرایط وسنجول شي او معلومه شي چې آیا یادې پلورنځۍ د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا ټاکل شوو معیارونو سره سم فعالیت کوي که نه.
د څارنې پر مهال موظفو کارکوونکو د پلورنځیو درمل، د هغوی د زېرمه کولو طریقه، د درملو ختمېدونکي نیټې، او د پلورونکو مسلکي پوهه وکتله. مسؤلینو له هغو پلورونکو سره تخنیکي مشورې هم شریکې کړې، چې درمل یې د حفظ الصحې له اصولو سره سم نه وو ساتلي، یا یې د غیر مسلکي اشخاصو له خوا کارول کېدل.
ددغې څارنې موخه داده، چې بزګرانو او مالدارانو ته معیاري، خوندي او مؤثر درمل او کیمیاوي سره برابر شي او د درملو د پلور بهیر تر قانوني چتر لاندې وساتل شي، ترڅو د کرنې او مالدارۍ سکتور ته تاوان ونه رسېږي.
د څارنې ټیم سپارښتنه وکړه، چې ټول پلورونکي باید د درملو پلور لپاره قانوني جواز ولري، درمل د ختمېدو له نېټې مخکې وپلوري، او د حفظ الصحې مناسب شرایط مراعات کړي.
 باید وویل شي، چې دا ډول څارنې به په دوامداره ډول دوام ومومي، څو د نباتي او حیواني روغتیا لپاره شفاف او خوندي خدمتونه وړاندې شي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۷
Background image

توزیع مرغ تخم‌گذار و وسایل مرغ‌پروری برای خانواده‌های بی‌بضاعت در بدخشان

۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
در ادامه برنامه‌های حمایتی به هدف بهبود وضعیت اقتصادی خانواده‌های نیازمند، ۶۳۰ قطعه مرغ تخم‌گذار همراه با ۲۱۰۰ کیلوگرام خوراکه غنی‌شده و وسایل ساخت مرغانچه برای ۲۱. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۷
Background image

توزیع زنبور عسل و وسایل زنبورداری برای ۱۰۰ خانواده بی‌بضاعت در بدخشان

۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
در ادامه برنامه‌های حمایتی به هدف بهبود وضعیت اقتصادی خانواده‌های نیازمند، ۲۱۵ صندوق زنبور عسل همراه با وسایل کامل زنبورداری برای ۱۰۰ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۵
Background image

توزیع وسایل زنبورداری در ولسوالی سیاگرد ولایت پروان

۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان با همکاری مؤسسه Soba، برای ۱۰۰ تن از زنبورداران در پنج قریه‌ی چهلان، دوآب، قلعچه، دهن زاب و جوی دختر، وسایل زنبورداری توزیع. . .

بازگشت به خبرها