د ننګرهار دولتي قوریه کې نږدې ۳۲ زره نیالکي وېش ته چمتو دي
![د ننګرهار دولتي قوریه کې نږدې ۳۲ زره نیالکي وېش ته چمتو دي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2019-12/79119917_2897027790321802_2710863407388557312_o.jpg)
۲۰ لېندۍ ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د فارم جدید په دولتي قوریه کې د بېلابېلو مېوو نږدې ۳۲ زره نیالکي روزل شوي دي، چې نږدې راتلونکې کې به پر ځمکوالو او بزګرانو ووېشل شي.
د ننګرهار د کرنې سرپرست رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي، چې له یاد فارم څخه لیدنه کول وویل، چې یاده قوره ۲۷ جریبه ده او نږدې ۳۲ زره نیالکي یې د وېش په پار چمتو کړي دي.
ښاغلي بهسودي وویل، چې په دغو نیالګیو کې « دغړاسکی ۸۰۰۰، یوکلبتس ۵۰۰۰، لیمو ۲۰۰۰، مالټه ۱۵۰۰، امروت ۱۰۰۰، مرسل ۲۰۰۰، انار ۱۰۰۰۰، توت۱۰۰۰، شفتالو ۵۰۰ او زردالو ۲۰۰ » نیالګي موجود دي، چې د ۱۳۹۸ کال د خزاني او ۱۳۹۹ کال د پسرلني کمپاین په ترڅ کې به ووېشل شي.