ننګرهار کې لسګونو بزګرانو سره د جوارو اصلاح شوي تخمونواو کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۱۶
5555

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډنمارک د کډوالو ادارې (ډي،آر،سي) په همکارۍ اچین، سپین غر او هسکي مېني ولسوالیو کې ۱۰۶ تنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي هایبرایډ تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ورکړل شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې ددې پروسې په ترڅ کې هر بزګر ته شپږ کیلو د جوارو هایبرایډ تخم، ۵۰ کیلو توره او ۵۰ کیلو ګرامه یوریا سرې ورکړل شوې او په کرنیزو وسایلو کې بېلچه، تسکوره، رمبې، ښاخۍ او لور هم ورکړل شوي دي.
ښاغلي محسن وویل، چې د جوارو لوړ حاصل ورکوونکو تخمونو د وېش موخه د اصلاح شوي تخمونو ترویج او دخوړوخوندیتوب رامنځته کول دي.
د ډنمارک د کډوالو اداره د اصلاح شوي تخمونو ترڅنګ د اوبو لګولو او روزنیزو برخو کې هم بزګرانو او مالدارانو ته چوپړتیاوی وړاندې کوي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها