درېیو ولایتونو کې پر زرګونو کورنیو ۲۵۰ ټنه غنم وېشل کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۳۹
درېیو ولایتونو کې پر زرګونو کورنیو ۲۵۰ ټنه غنم وېشل کېږي

  ۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان ا.ا.ا زعیم، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله آخندزاده حفظه‌الله تعالی ورعاه، د حکم له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په رهبرۍ د کندهار ولایت د مقام تر څارنې لاندې، د کندهار، اروزګان او زابل ولایتونو زرګونو بېوزلو، زیانمنو او له طبیعي پېښو اغېزمنو شویو کورنیو سره د ۲۵۰ ټنه غنمو مرسته کېږي.
یاد غنم به هغو کورنیو ته ووېشل شي، چې سږ کال د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي دي. له دغې مرستې څخه ۱۰۰ ټنه د کندهار، ۱۰۰ ټنه د اروزګان او ۵۰ ټنه د زابل ولایت لپاره ځانګړې شوي، چې له مخې به یې زرګونه بېوزله او اړمنې کورنۍ برخه‌منې شي او د هغوی د خوراک لومړنۍ اړتیاوې به پوره شي.
د دغو غنمو د وېش موخه د ولس هوساینه، د بېوزلو او زیانمنو کورنیو ملاتړ او د بشري مرستو تأمین دی.
د چارواکو په خبره دا ډول اقدامات نه یوازې د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ارزښت لري، بلکې دا پیغام هم رسوي چې ا.ا.ا د خپل ولس ترڅنګ، د هرې سختۍ پر مهال ولاړ دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS