د غزني دکرنې رییس د آب بند ولسوالی له ولسوال او قومي مخورو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۰
د غزني دکرنې رییس د آب بند ولسوالی له ولسوال او قومي مخورو سره وکتل

۲۴ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد سماعیل شکیب، ددې ولایت د آب بند ولسوالی له ولسوال او قومي مخورو سره په کتنه کې د یادې ولسوالی د کرنې او مالدارۍ پر شته ستونزو، ننګونو او فرصتونو خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د آب بند ولسوالی ولسوال او مخورو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې خپلې ستونزې او ننګونې شریکې کړې او په یادو برخو کې د پروژو پلي کولو او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د آب بند ولسوال وویل، چې د غزني آب بند ولسوالی په تېرو څو لسیزو کې جنګونه او وچکالۍ ځپلي، چې اوسمهال بیارغونې او پروژو پلي کولو ته ډېره اړتیا لري.نوموړې د شنوخونو، اصلاح شوي تخمونو، بڼوالۍ، د ځمکې اجاره او د مالدارۍ په مختلفو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د غزني دکرنې رییس د آب بند ولسوالی ولسوال او مخورو ته د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS