هلمند کې د مصنوعي القاح مرکزونو څخه څارنه وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۱:۱۴
هلمند کې د مصنوعي القاح مرکزونو څخه څارنه وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت امر او تخنیکي کارکوونکو له خوا د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې د غواوو د القاح لپاره د استفادې کېدونکو سټراګانو (سپرمونو) د پلورنځایونو څخه لیدنه او نظارت وکړ.
په یاد نظارت کې، هغو سټراوو ته پاملرنه وشوه، چې د مالدارۍ ریاست له لوري د استفادې لپاره مجاز پېژندل شوي، او همدارنګه هغه سټراوي هم وڅېړل شول، چې غیرمجاز ګڼل کېږي.
 د لیدنې پر مهال، د سپرمونو پلورونکو ته د القاح د سپرمونو د سمو تطبیقؤنو او پلور په اړه لازم پوهاوی ورکړل شو، څو هلمندي مالداران وکولای شي له اغېزمنو او باکیفیته سپرمونو څخه ګټه واخلي.
د دغو هڅو موخه د مالدارۍ سکتور کې د غواوو نسلونه لا ښه او اصلاح کول، او مالداران د پرمختلليو القاحي میتودونو له لارې لوړ تولیدات ترلاسه کول دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې د څارویو روغتیا او د نسل د اصلاح په برخه کې هر اړخیزې هلې ځلې وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS