خوست ولایت کې د چیک ډیمونو د جوړېدو له چارو څخه څارنه وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۰:۳۷
خوست ولایت کې د چیک ډیمونو د جوړېدو له چارو څخه څارنه وشوه

د خوست ولایت په ځاځي میدان، باک، صبريو او یعقوبیو ولسوالیو کې د اف اې او په مالي ملاتړ د جوړېدونکو چیک ډیمونو د ساختماني چارو څخه د کرنې ریاست انجینرانو تخنیکي نظارت ترسره کړ. مسوولینو ساختماني شرکتونو ته لارښونه وکړه چې چارې باید د انجینري اصولو او نقشو مطابق پرمخ یوسي.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمریت اړوند تخنیکي انجینرانو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اف اې او له خوا د جوړېدونکو چیک ډیمونو د ساختماني چارو څخه نظارت ترسره کړ.  
یاد نظارت د ځاځي میدان، باک، صبريو او یعقوبیو ولسوالیو په اړوندو سیمو کې ترسره شو، چې موخه یې د چیک ډیمونو د کیفیت ارزونه، د کار د پرمختګ څارنه او د انجینري معیارونو رعایت وو.
په یاد ولایت کې د اف اې او په همکارۍ شپږ چیک ډیمونه جوړېږي او د کرنې ریاست انجینرانو د ساختماني چارو د ارزونې پر مهال قراردادي شرکت ته لارښوونه وکړه چې کارونه باید د نقشې، بې کیو او انجینري اصولو سره سم ترسره شي.  
همداراز، ټینګار وشو چې د پي سي سي کانکریټ لپاره کارېدونکي ساختماني مواد باید له هر ډول عضوي موادو او خاورې پاک وي او ټولې چارې باید د تجربه‌کارو کاریګرو په وسیله د ورکړل شوو مارکونو مطابق پر مخ یوسې.  
په ځینو برخو کې نیمګړتیاوې هم مشاهده شوې، چې اړوند شرکت ته د اصلاح سپارښتنې وشوې، ترڅو د کارونو د ځنډ او خنډ مخنیوی وشي.
چیک ډیمونه د بارانونو د اوبو د مهار، د خاورې د فرسایش د مخنیوي او د ځمکې د زرغونتیا لپاره مهمې پروژې دي. د دې ډول پروژو اغېزمنتوب په تخنیکي تطبیق او لوړ کیفیت پورې تړلی دی، چې له همدې امله یې دوامداره نظارت اړین بلل کېږي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها