د کندهار کرنې ریاست کې د امارتي ځمکو د اجارې تنظیم په پار د کړن لارې جوړولو په موخه مشورتي ناسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۳:۱
د کندهار کرنې ریاست کې د امارتي ځمکو د اجارې تنظیم په پار د کړن لارې جوړولو په موخه مشورتي ناسته وشوه

۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
 د کندهار  دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ په دې ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي یوشمېر مسؤلینو سره د کندهار ښار ۱۵ ناحیو لپاره د امارتي ځمکو د اجارې ورکولو طرزالعمل د جوړولو په پار غونډه دائره شوه. په دې غونډه کې د عدلیې رییس شیخ محیب‌الله ابوالاحسان، کندهار ښاروال الحاج مولوي عبدالله روحاني، د کدستر مدیر فرید احمد ابراهیمي او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي د طرزالعمل د جوړولو اړوند خپل نظریات شریک کړه. ښاغلی فضلي وویل، چې د امارتي ځمکو د اجارې لپاره جوړېدونکی طرزالعمل باید له ټولو اړخونو وڅېړل شي او د اصولو مطابق ترتیب شي. همدارنګه یې د اجاري او طرزالعمل اړوند معلومات هم وړاندې کړل، ترڅو طرزالعمل هر اړخیز، واضح او په ښه ډول جوړ کړل شي.
وروسته د کندهار ښاروال الحاج مولوي عبدالله روحاني خپلې خبرې وکړې. هغه د طرزالعمل اړوند خپل نظر وړاندې کړل او په کندهار کې د موجودو بېلابېلو ځمکو په اړه یې شته ستونزې او ننګونې بیان کړې. نوموړي ټینګار وکړ چې باید یو جامع او واضح طرزالعمل جوړ شي، تر څو راتلونکې کې له ستونزو سره مخ نه شو.
د غونډې پر مهال، یو تخنیکي پلاوی هم وټاکل شو چې د طرزالعمل د جوړولو چارې سمبال کړي. دغه پلاوی د ښاروالۍ په مشري جوړ شو، چې په ترکیب کې یې د بېلابېلو ریاستونو استازو هم ګډون درلود. په پای کې، د تېرو دوسیو ارزونه، پرې خبرې اترې او په هکله یې لازمې پرېکړې وشوې.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها